طالبان: د افغان ژباړونکو امنیت خوندي دی، د تېښتې پر ځای دې هېواد ته خدمت وکړي

وسله والو طالبانو د بهرنیو ځواکونو افغان کارکوونکو او ژباړونکو ته د امنیت ډاډ ورکړی دی.

د وسله والو طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په وروستیو کې یو شمېر ژباړن اندېښنه لري چې ګواکي د دوی ژوند ته به د طالبانو له لوري خطرونه جوړ شي او یا به په نښه شي.

وسله والو طالبانو ویلي، دوی دمګړی د امریکايي ځواکونو افغان ژباړنو ته د دښمن په سترګه نه ګوري او دا چې له خپلو چارو یې لاس اخیستی دی نو امنیت یې خوندي دی.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې افغان ژباړن کولی شي په مصونه توګه په هېواد کې ژوند وکړي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

تر دې وړاندې افغان ژباړنو ادعا کړې وه چې د طالبانو له لوري خطرونه ورته متوجه دي او باید له افغانستان و ایستل شي.

د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل د هغو افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو بهیر چټک شوی چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو یا د امریکا د حکومت لپاره کار کړی.

وزارت ویلي چې دې پروګرام ته یې امکانات نور هم ډیر کړي دي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي چې په تېرو څو میاشتو کې د دې ویزو د غوښتنلیکونو د طی مراحل لپاره په واشنګټن کې د کار کوونکو شمیر ډیر شوی دی.

پرایس ویلي، چې تیره میاشت د ۸۰۰۰ اضافي ځانګړو ویزو لپاره د کانګریس نه د بودیجې غوښتنه هم شوې ده.

نوموړي وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم په کابل کې د امریکا سفارت پرانیستی وي او په غوښتنلیکونو به کار کوي او څومره چې امکان لري دا کار به په چټکۍ تر سره کیږي.

وروستي مطالب