طالبان: د اشغال دوام نه غواړو، بهرني ځواکونه باید ووځي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو احتمالي پاتي کېدو ته غبرګون کې ویلي چې د دوحې هوکړې پر بنسټ باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

راډیو پاکستان د یو بهرني اژانس په حواله د سهیل شاهین له قوله ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو احتمالي پاتې کېدل د اشغال د دوام یو ډول دی چې دوی ته په هیڅ صورت د منلو نه دی.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدو ته په اشارې ویلي چې دوی وضعیت له نږدې څاري او که همداسې دوام وکړي نو ښایي یو شمېر پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.

بلخوا امریکا د طالبانو کړنې د سولې له روحیې سره په ټکر کې بللې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي دوی غواړي ډاډه شي چې طالبان په رښتیا د سولې غوښتونکي دي کنه.

د بلینکن په وینا طالبانو دمګړی جګړې شدیدې کړې دي چې د جګړو دا شدت د سولې له خبرو سره همغږی نه دی.

هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې هېڅ لوری هم د زور له لارې واک ته نه شي رسېدلی او نه هم امریکا ددې ملاتړې ده چې په افغانستان کې دې جګړه او تاوتریخوالی دوام وکړي او تر څنګ یې دې یو ځانګړی لوری د خلکو له خوښې پرته ځان واک ته ورسوي.

امریکا دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د سولې خبرې دمګړی په ټپه ولاړې دي خو جګړې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خورې شوې دي.

وروستي مطالب