طالبان: بهرني ډیپلوماټانو ته د خوندیتوب ډاډ ورکوو

طالبانو په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ډیپلوماټانو او د مرستندویه بنسټونو کارکوونکو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.

العربیه د فرانس پرس خبري اژانس په حواله د طالبانو د قطر دفتر د ویاند محمد نعیم له قوله ویلي چې دوی په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ډیپلوماټانو او مرستندویه ادارو کارکوونکو ته ډاډ ورکوي چې دوی ته هیڅ ډول ګواښ متوجه نه دی.

طالبان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې نن د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو سرتېرو د ایستلو له پرېکړې سره هممهاله استرالیا هم د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده چې له دې سره ددغه سفارت امنیت ته ګواښونه جوړېدلی شي.

په اعلامیه کې راځي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی نو له همدې امله دوی پرېکړه کړې چې خپل سفارت په کابل کې په موقته توګه وتړي.

دغه هېواد ویلي چې د شرایطو له ښه کېدو سره سم به خپل سفارت بېرته کابل ته راولي، خو تر هغه به له افغانستان سره خپلې ديپلوماتیکې اړیکې له کوم بل هېواد پالي.

استرالیا ویلي د سفارت تړل په دې مانا نه دي چې دوی له افغانستان سره له خپلو ژمنو په شا شوي، بلکې په خبره یې خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوي.

دغه سفارت به د مې په ۲۸ مه تړل کېږي. افغان حکومت بیا تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

بلخوا افغان حکومت په کابل کې د استرالیا د سفارت پر تړل کېدو غبرګون ښودلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې استرالیا په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکاري کړې ده او افغان حکومت ددغه هېواد مرستو او همکاریو ته د قدر په سترګه ګوري.

سرچینه زیاتوي، چې د سفارت د تړلو په تړاو افغان حکومت د استرالیا پرېکړې ته درناوی کوي او تمه لري چې دغه پرېکړه موقتي وي.

بهرنیو چارو وزارت همدا راز ویلي چې په کابل کې مېشت ديپلوماتیک دفاتر دې د امنیت په اړه اندېښنه نه لري ځکه افغان حکومت د سفارتونو امنیت ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلې هڅې ډېروي.

افغان حکومت تمه ښودلې چې استرالیا بېرته ژر تر ژره خپل سفارت په کابل کې پرانیزي.

استرالیا بیا ویلي چې د امنیتي ستونزو له امله یې د سفارت د تړلو پرېکړه کړې ده او ديپلوماتیک کارونه به افغانستان ته له کوم بل نږدې هېواد تنظیموي.




وروستي مطالب