اپریل 21, 2021

طالبانو په هلمند کې د بلک هاک چورلکې د ویشتلو مسوولیت منلی

وسله والو طالبانو په هلمند کې د افغان پوځ د یوې چورلکې د ویشتلو مسوولیت منلی دی.

د وسله والو طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې تېره ورځ افغان ځواکونو د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې نوي نظامي تاسیسات جوړول چې د طالبانو له غبرګون سره مخ شول.

سرچینې زیاته کړې چې هوايي ځواکونه د افغان پوځ ملاتړ ته راغلي وو او دوی بلک هاک جنګي الوتکه په نښه کړې ده.

وسله وال طالبان وایي چې په دې پېښه کې یې افغان پوځيانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

افغان حکومت بیا تېره ورځ ویلي وو چې یوه بلک هاک الوتکه یې نظامي قرارګاه ته نږدې د نامعلومو دلایلو له امله لوېدلې ده.

په ورته وخت کې طالبانو یو ځل بیا ټینګار کړی چې بهرني ځواکونه به د دوحې له هوکړې سره سم په ټاکلې نېټه له افغانستان وځي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند د خلیلزاد او ملا برادر د وروستۍ لیدنې په اړه ویلي چې دواړو لورو د دوحې هوکړې پر عملي کولو ټینګار کړی.

د ډاکټر نعیم په وینا طالبانو ویلي چې امریکایي ځواکونه به په ټاکلې نېټه له افغانستان وځي، د طالبانو بندیان به خوشي کېږي او د مشرانو نومونه به یې له تور لېست ایستل کېږي.

رسنیو ته رسېدلي معلومات وايي د بایډن اداره په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې خپل حضور شپږ میاشتې نور هم وغځوي، په همدې تړاو خلیلزاد له طالبانو سره هم خبرې کړې دي خو تر دې دمه طالبانو د امریکا له دې وړاندیز سره موافقه نه ده کړې.

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ