طالبانو غزني کې د پوځ په لوا کې دننه یوه چورلکه ویشتې

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې طالبانو نن په دغه ولایت کې د پوځ په لوا کې دننه یوه چورلکه په نښه کړې ده.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني ویلي چې دغه چورلکه یو ساعت وروسته تر هغه د طالبانو له لوري په توغندي وویشل شوه چې له کابل څخه یې یو شمېر امنیتي چارواکي غزني ته را رسولي وو.

نوموړي زیاته کړې چې په دې پېښه کې ځاني زیان نه دی اوښتی خو چورلکه زیانمنه شوې ده.

د چورلکې د نوعیت په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

بلخوا طالبانو بیا ادعا کړې ده چې دا چورلکه یې د غزني د ده‌یک ولسوالۍ په یونټ سیمه کې په نښه کړي او را نسکوره کړې ده.

دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې طالبان د جګړې له لارې واک ته نه شي رسېدلی.

نوموړي چې نن یې په کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د جګړې دوام ستره ضایعه ده او قربانیان یې خلک دي.

هغه څرګنده کړې، په داسې حال کې چې د خبرو وخت دی او سوله بابېزه ګڼل کېږي دا یوه تاریخي ضایعه ده، نو باید پوره غور وشي.

عبدالله وایي، دوی له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړې ته چمتو نه وو، په چمتووالي کې بې‌ غوري شوې.

هغه د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړې، طالبانو ته داسې شرایط برابر کړل، چې هغوی اوس فکر کوي چې ګوندې د جګړې له لارې خپلو موخو ته رسېدلی شي.

وروستي مطالب