فبروري 27, 2021

طالبانو د اروپايي ټولنې وروستۍ څرګندونې رد کړي

وسله والو طالبانو د اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو هغه راپور رد کړی چې دغه ډله یې د وروستیو هدفي بریدونو او ورانکاره فعالیتونو مسووله بللې وه.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي چې د اروپايي ټولنې او څو نورو هېوادونو وروستۍ څرګندونې بې اساسه دي او دوی یې ردوي.
هیره دې نه وي چې تیره ورځ اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې طالبان د وروستیو هدفي بریدونو او تاوتریخوالي مسوول دي.
د اروپايي ټولنې په دغه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له لوري د عامه تاسیساتو ورانېدل، تاوتریخوالی، د ملکي وګړو وژل کېدل او هدفي بریدونه په کلکو ټکو غندل شوي دي.
په دې اعلامیه کې د اروپايي ټولنې او ناټو تر څنګ د اسټرالیا، کاناډا، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، آلمان، هالنډ، اسپانیا، سویډن، برېټانیا، ایټالیا او متحده ایالاتو په ګډه د طالبانو له لوري وروستي هدفي بریدونه او د تاوتریخوالي ډېروالی غندل شوی دی او له دغه ډلې غوښتل شوي چې له ورانکاره فعالیتونو لاس واخلي.
اروپايي ټولنې ویلي چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې په عام المنفعه تاسیساتو او ټولګټو پروژو میلیاردونه ډالر لګولي دي او د طالبانو له لوري ورانول یې د نه منلو وړ عمل دی.
اروپايي ټولنې له افغان حکومت هم غوښتي چې د تاوتریخوالي، هدفي بریدونو او ورانکاره فعالیتونو وروستۍ پېښې دې په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي او لا ډېر وضاحت یې دې په اړه رامنځ ته شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب