طالبانو د اختر درې ورځو کې اوربند اعلان کړ

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، طالبان دې په دې ورځو کې پر مقابل لوري هېڅ تعرضي برید نه کوي،‌ خو که پر دوی برید وشو نو له ځانه دې په کلکه دفاع وکړي.

په اعلامیه کې وړاندي راغلي، چې طالب وسلوال دې د حکومت سیمو ته نه ورځي او افغان ځواکونو او مشرانو ته هم اجازه نه ورکوي چې د دوی سیمو ته راشي.

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو دې اعلان ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې د طالبانو لخوا د اوربند اعلان په ورته ګام سره بدرګه کړی.

طالبان د درې ورځني اوربند اعلان په داسې حال کې کوي چې له تېرو لسو ورځو راهیسې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی.

د یادونې ده چې د کابل د دیارلسمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د سید الشهدا په نامه ښوونځي ته څېرمه پرونۍ چاودنه کې اتیا تنه وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر نور ټپیان دي.

د یادې پېښې د قربانیانو د کورنۍ یو تن غړي وطن دوست رسنیو ته وویل چې په یاده پېښه کې ۸۰ تنه وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د دغه کورنیو قربانیانو د طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کوله.

هیره دې نه وي، چې تېره ورځ د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د اختر په مناسبت خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې دوی ټول افغان ملت ته ډاډ ورکوي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به یو داسې افغان شموله نظام رامنځته کوي چې ټول قومونه به پکې د خپل استعداد پر بنسټ خپل ځانونه ویني او د هیچا پر حق به تېری نه کېږي.

 

په پیغام کې وړاندې راغلي، چې دوی په مقابل لوري کې ولاړو افغانانو باندې هم غږ کوي چې نور د جنګ د دوام لپاره هيڅ ډول هڅه ونه کړي، دا هیواد د افغانانو ګډ کور دی او ټول باید د اسلام په احکامو سره را ټول شي، ځکه چې له عقدې او دښمنۍ څخه هيڅ نه جوړیږي، خو برعکس له زغم او حقیقت منلو څخه ملتونه عزت او ویاړ ته رسیږي.

پیغام کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یو ښه ګام بلل شوی دی خو ټینګار شوی دی چې د دوحې هوکړه باید په بشپړه توګه عملي شي او که چېرته داسې ونه شي نو ټوله نړۍ دې شاهده وي چې د هر ډول سرغړونې د بدو عواقبو پړه به هم د امریکا پر غاړه وي.

د طالبانو د مشر څرګندونې په داسې حال کې دي چې په دوحه کې پيل شوې د سولې بین الافغاني خبرې له څه مودې راهیسي په ټپه درېدلې دي چې طالبان یې د درېدو پړه پر افغان حکومت او حکومت یې بیا پر طالبانو اچوي.

بلخوا وسله وال طالبان وایي چې د افغان حکومت ګڼ نور بندي سرتېري یې هم له خپلو زندانونو خوشي کړي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ویلي چې د خپل مشر په امر یې د اختر د را رسېدو په مناسبت شاوخوا ۴۴ افغان سرتېري له بنده خوشي کړي دي.

ذبیح الله مجاهد وایي چې دغه کسان په کندوز، سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کونړ، هلمند او پکتیکا ولایتونو کې خوشي شوي دي.

د ویلو ده چې د طالبانو درې ورځیني اوربند په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

ځینې عام افغانان دا چاره ستایي؛ خو ځینې نور بیا په طالبانو سخته نیوکه کوي او زیاتوي چې دا درې ورځې اوربند مو هم په کار نه دی ځکه طالبانو وړاندې له اوربند څخه ډېری ملکیان ووژل او ګڼې کورنۍ یې د غم په ټغر کینولي.

وروستي مطالب