ضمیر کابلوف او باجوه پر افغان سولې خبرې کړې دي

د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کابلوف اسلام اباد ته د رسمي سفر پر مهال د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې جنرال باجوه ویلي چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او په همدې موخه دوی د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لورو د افغان سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې او کابلوف د پاکستان د هڅو ستاینه کړې ده.

د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې درې ورځې مخکې یې په یوه مرکه کې په ډاګه کړې وه، چې ددوحې د سولې پروسه بې مانا ده او په افغانستان کې باید لنډمهاله ایتلافي حکومت جوړ شي.

تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي‌ استازي وروستۍ څرګندونې په کلکه غندلي دي چې د طالبانو او د افغان سولې بهیر په اړه یې کړې وې.‌

افغان حکومت ویلي، افغانستان کې د لنډمهالي‌ حکومت په اړه څرګندونې، د افغانستان او روسیې د ګډو اعلامیو سره په ټکر کې دي.

ضمیر کابلوف دوه ورځې وړاندې د روسیې سپوټنیک خبري اژانس ته ویلي وو، طالبان له امریکا سره د دوحې تړون ته سل په سله ژمن پاتې شوي دي او باید امریکا له دې تړون په شا نشي.‌

نوموړي همدا راز طالبان افغانستان کې یوه “ملي ډله” بللې او ادعا یې کړې چې د افغانستان تر نیمایي زیاته خاوره یې په کنټرول کې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ضمير کابلوف د دې خبرې په ځواب کې چې ګواکې طالبان د دوحې تړون ته ژمن پاتې شوي ویلي،‌ طالبانو خپلو څلورو مهمو ژمنو، یعنی د تاوتریخوالي کمول، د سولې خبرو ته حاضرېدل، له ترهګرو ډلو سره اړیکې ختمول او د جګړې ډګر ته د خپلو خوشي شویو جنګیالیو نه لېږل،‌ نه دي پوره کړې.

About هوسۍ لؤنګ 848 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.