د مصر هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او انګلستاني کلب لیورپول تکړه بریدګر لوبغاړی محمدصلاح نن دوشنبه ۲۸ کلن شو.
محمدصلاح په ۱۹۹۲م کې د جون میاشتي په ۱۵مه نېټه د مصر هیواد په بسیون ښار کې زېږېدلی.
مسلمان محمدصلاح انګلستانۍ لوبډلې لیورپول ته د راتګ سره سم خپل د لوبو اوج ته ورسېد او زیات شمېر پلویان یې پیداکړل.
محمدصلاح د لیورپول څخه مخکې د المقاولون العرب، بازل، چلسي، فیورنتینا او رُم کلبونو لپاره لوبې ترسره کړې دي.
صلاح المقاولون العرب لوبډلې ته ۱۱ ګولونه، بازل ته ۹ ګولونه، چلسې ته ۲ ګولونه، فیورنتینا ته ۱۶ ګولونه، رُم ته ۲۹ ګولونه او لیورپول ته یې بیا ۷۰ ګولونه لګولې.
محمدصلاح واده کړی او د مکې په نوم یوه ۶ کلنه لور لري.
محمدصلاح تر ګولوهنې وروسته خدای ته په سجده کیږي.
د نورو هیوادونو ترڅنګ یاد مسلمان لوبغاړی دلته افغانستان کي هم زیات شمېر مینوال لري.
د دغو ځانګړتیاوو لرونکي نارینه، د ژوند ښه ملګري نشي کېدای
ـ هغه نارینه چې بې احساسه وي، او د احساساتو ډېرېدل یو ډول بې ارزښته کار ورته معلومیږي او مغروره وي. ـ هغه نارینه چې تل مو کنټرولوي او په هر ځای کې د ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي