صالح: نیول شوې سیمې به د طالبانو په هدیره بدلې شي

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې طالبانو پر یوې باریکې لارې پرمختګ کړی دی او په وینا یې دغې ډلې ته به نیول شوې سیمې په ګورستان بدلې شي.

نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، یو شمېر سیمې چې طالبان د سقوط نوم ورکوي د یوې باریکې لارې پرمختګ دی او هغه څوک چې له طالبانو سره په جګړه کې بلد دي پوهېږي چې یادې سیمې به د طالبانو لپاره په ګور بدلې شي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې افغان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې ګڼ شمېر ولسوالۍ د تکتیکي شاتګ په نوم طالبانو ته پرېښي دي خو طالبانو بیا ویلي چې دوی په تېرو ۴۰ ورځو کې ۳۰ ولسوالۍ نیولې دي.

په ورته وخت کې د متحده ایالاتو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کینټ مکېنزي ویلي چې دوی په افغانستان کې وضعیت له نږدې څاري او له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې پر داعش او القاعده ډلې فشار راوړي.

نوموړي له ملیټري ټایمز سره په تازه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ښکاري طالبان د افغانستان کنټرول بېرته نیسي ویلي، دوی لا هم له اسمان څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.

مکینزي وایي، طالبانو ته وخت ځکه ورکړل شوی دی چې امریکا غواړي دغه ډله وازمایي خو په وینا یې؛ دوی د افغان ځواکونو ملاتړي دي، نه یوازې اوس بلکې د تل لپاره.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان لوی ښارونه ونیسي نو دوی به څه وکړي وویل، دوی همدا اوس د وتلو له پلان سره یو ځای پر دې هم کار کوي چې د ورته ستونزې په صورت کې بېرته افغانستان ته څنګه را وګرځي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ