صالح: نور به پوځي الوتکې د شخصي موخو لپاره نه کارول کېږي

د افغانستان حکومت د امنیتي ځواکونو الوتکو ته د غیر پوځي کسانو لاسرسی محدود کړ.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې دا کار طالبانو ته د ماتې ورکولو او د امنیتي او دفاعي قواوو د ملاتړ په هدف شوی دی.

نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: “طالبانو ته د ماتې ورکولو او په بشپړ ډول د با وقاره او زړورو امنیتي او دفاعي قواو په واک کې د هوايي ځواک د ورکولو په هدف، الوتکو ته د غیر پوځي افرادو او اغازاده ګانو لاسرسۍ محدود کړی شوی دی.”

نوموړي زیاته کړې چې دا یو له معقولو او مسلکي پریکړو څه ده چې په وینا یې د وضعیت له ژورې او دقیقې ارزیابۍ وروسته شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې اوس مهال د افغان هوايي قواوو فعالیت په څلورو برخو کې متمرکز دی.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان رسنیو ته وویل چې د هوايي قواوو د پلان په اساس دغه سرتیري اوس مهال د کشف، پر وسله والو د هوايي بریدونو، افغان سرتیرو ته اکمالاتو او له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د افغان سرتیرو انتقال او روغتونونو ته د ټپي شوو سرتیرو رسول دي.

تر دې مخکې د افغان حکومت یو شمېر ملکي چارواکو د افغان هوايي ځواک له هلیکوپټرو څخه په استفادې ځینو سیمو ته سفرونه کول چې د خلکو لخوا له انتقادونو سره مخ کېدل.

بلخوا دا سې شکایتونه هم موجود و چې د هلیکوپټرو د مصروفیت له امله په لیري پرتو سیمو کې مېشتو افغان سرتیرو ته پر وخت اکمالات نه رسول کېدل.

د افغانستان حکومت پر داسې مهال دا پرېکړه کوي چې په دې وروستیو کې د جګړو له زیاتېدو سره هلیکوپټرو ته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اړتیا زیاته شوې ده.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ