صالح: طالبان پر افغانانو د حکومت کولو وړتیا نه لري

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې طالبان نه شي کولی په افغانستان واکمن شي او نه هم یاده ډله د حکومت کولو وړتیا لري.

صالح څرګنده کړې چې دوی اوسمهال د یووالي لپاره یو لوی فرصت ګوري ځکه چې په خبره یې، د هېواد د هرې سیمې خلکو خپلو ځایونو ته د افغان ملي اردو او کمانډویانو د ورتګ غوښتنه کړې ده.

بلخوا د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود بیا وایي چې افغان حکومت په یوازې ځان نه شي کولی د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت کنټرول کړي.

نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې افغان حکومت باید ژر تر ژره د سیاسي او پوځي مشرانو یوه بېړنۍ شورا جوړه کړي.

هغه زیاته کړې چې یادې شورا ته باید پوره صلاحیتونه ورکړل شي څو له حکومت سره اړینه همکاري وکړي.

دا څرګندونې وروسته تر هغه دي چې طالبانو په دې وروستیو کې د ۱۴۳ ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده.

بلخوا د سپینې ماڼۍ ویاند جین ساکې رسنیو ته ویلي چې دوی په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو تر ټولو ستره اډه (بګرام) افغان ځواکونو ته سپارلې ده او ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو میاشتو ټول سرتېري له افغانستان څخه ووځي.

نوموړې دا نه دي ویلي چې په ټولو سرتېرو کې هغه پوځیان هم شامل دي چې د کابل هوایي ډګر د ساتنې لپاره یې د پرېښودو خبره شوې وه او که څنګه.

جین ساکې دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن واک ته تر رسېدو وروسته ویلي وو چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې به ټول پوځیان خپلو کورونو ته ستانه کړي خو وروسته بیا دا هم ویل کېدل چې دا وخت کم دی نو ښایي د امریکا د خپلواکۍ تر ورځې (د جولای تر ۴مې) به ټول امریکایي پوځیان افغانستان پرېږدي.

وروستي مطالب