صالح: د امریکا د لا ډېر ملاتړ په خپلولو بریالي شو

د ولسمشر لومړی مرستیال وایي امریکا ته د حکومتي پلاوي وروستی سفر له لاس ته راوړنو ډک و.

امرالله صالح پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي چې امریکا پر خپلو ژمنو ولاړه ده او بایډن ټینګار کړی چې دی د افغانانو د ملګري په توګه په سپينه ماڼۍ کې شته دی.

امرالله صالح وایي چې د افغانستان د دوستانو له ډلې سره یې د دروازو تر شا اوږدې خبرې لرلې دي او دوی ټینګار کړی دی چې د امریکايي حکومت په بېلو برخو کې به د افغانستان لپاره د مرستو او ملاتړ د جذب په برخه کې کار کوي.

صالح وايي چې دوی خپل سفر په موخو کې بریالي وو او په وینا یې د اړیکو په نوي فصل کې د امریکا او افغانستان ترمنځ لا ډېرې همکارۍ ته هیلې شته دي.

تر دې وړاندې ولسمشر غني هم په خپلو خبرو کې ویلي وو چې سفر یې بریالی و.

د یادونې ده چې تېره ورځ فاکس نیوز د امریکا په دفاع وزارت کې د یوې سرچینې له قوله ویلي چې د امریکا هوایي ځواکونو پرون په بغلان او کندوز ولایتونو کې پر طالبانو د بې پیلوټه الوتکې بریدونه کړي دي.

د سرچینې په وینا، د امریکایي سرتېرو په دغو هوایي بریدونو کې یو شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امریکا پوځ تر دې وړاندې هم ویلي چې د اړتیا په صورت کې به د افغان سرتېرو هوایي ملاتړ او پر طالبانو بریدونه کوي.

خو طالبان بیا دا څه په دوحه کې د امریکا او دوی تر منځ د شوې هوکړې خلاف عمل بولي.

د امریکا د پوځ له لوري دا بریدونه پر داسې مهال ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ جګړو زور اخیستی او ځینې ولسوالۍ د دواړو لورو تر منځ لاس په لاس شوې دي.