صالح: د افغانستان سرپرست ولسمشر یم 

د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د اساسي ‌قانون په اساس هغه د هېواد سرپرست ولسمشر دی او چارې به په مخ وړي.

ښاغلي صالح نن سه شنبه په خپل ټویټر لیکلي، چې قانون د ولسمشر په غیابت کې هغه سرپرست ټاکلی دی.

نوموړی زیاتوي: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د صریح حکم په اساس، د جمهور رئیس د فرار، غیابت او مرګ په صورت کې لومړی مرستیال سرپرست ټاکل کیږي. زه په هېواد کې دننه یم او په قانوني او مشروع ډول د دغه مقام/څوکۍ سرپرست یم. د دغه مقام د تحکیم لپاره د هېواد د ټولو رهبرانو سره په مشورې بوخت یم.»

د یادونې ده، چې د افغانستان د اساسي قانون په شپیېتمه ماده کې د ولسمشر د واکونو او صلاحیتونو تر څنګ د هغه د ځای ناستو په اړه هم یادونه شوې ده.

د دې مادې یوه برخه وايي: «د جمهور رئيس لومړى مرستيال د جمهور رئيس د غياب، استعفاء او يا مړينې په حالاتوكې ددې اساسي قانون له مندرجو حكمونو سره سم، كار كوي. د جمهور رئيس د لومړي مرستيال په غياب كې، دويم مرستيال د اساسي قانون له مندرجو احكامو سره سم، عمل كوي.»

دا قانون په ۲۰۰۱ کې د طالبانو د مخکیني نظام له پرځولو وروسته تصویب او توشیح شو.

خو وسله وال طالبان د افغانستان دا اساسي قانون نه مني.

هیره دې نه وي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ له افغانستان څخه ووت.

ښاغلي غني په هماغه ورځ په خپل رسمي فیسبوک کې ولیکل: «نن زه یو سخت انتخاب سره مصادف شوم؛ ودریږم چې مسلح طالبانو سره چې ارگ ته داخلیدل غوښتل، مخامخ شم او یا له گران وطن څخه چې ما تیر شل کاله د هغې ساتنې او پالنې لپاره خپل ژوند وقف کړی وو، ووځم. که پاتی وای هم بې شمیره وطنوال شهیدان کېدل او هم به د کابل ښار د بربادۍ او ورانۍ سره مخامخ کیده، چې نتیجه به یې په دغه شپږ میلیوني ښار کې یوه لویه بشري فاجعه وای. طالبانو دا څرگنده کړی وه چې زما د لیری کولو لپاره حاضر دي ټول کابل او د کابل شریف ولس باندې خونړۍ حملې وکړي. ددې لپاره چې د وینې تویولو سیلاب څخه مخنیوی وشي، ما دا غوره وگڼله چې ووځم.»

ولسمشر غني نه دي‌ لیکلي، چې چېرې تللی دی او نه یې هم ویلي دي چې استعفا یې کړې ده که نه.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د یکشنبې په ورځ ارګ ته ننوتل؛ خو لا یې د خپل نظام تشکیل اعلان کړی نه دی او وايي‌، چې له افغان سیاسي مشرانو سره یې خبرې روانې دي.

بلخوا د امریکا ولسمشر جوبایډن د طالبانو په لاس د افغانستان سقوط پړه تر ډېره په افغان سیاسي مشرانو واچوله او د ناټو مشر هم دا خبره کړې ده.

وروستي مطالب