
ليکنه: سمیع الله درانی
د اسټرالیا کرکټ بورډ د خپلې کلنۍ غونډې په ترڅ کې د نومبر په ۱۲ مه نېټه د سه شنبې په ورځ ۳۸ کلن تقاعد شوی اسټرالیایي الراونډر شېن واټسن د خپل کرکټ بورډ شورا مشر وټاکه.
له دې وړاندې هم واټسن د بورډ د لس کسیزې برخې غړی و او اوس یې مسئولیت او صلاحیت لا زیات شو.
له واټسن سره په خوا کې درې نور کسان؛ د اسټرالیا چټک توپ اچوونکی پټ کمېنس، کرېسټین بیمز او د اسټرالیا پخوانۍ ښځينه کرکټ لوبغاړې لېسا ستالېکر هم د بورډ غړي ګومارل شوي دي.
اېرون فېنچ، ښځينه لوبغاړې الېسا هیلي، الراونډر موئیسېس هېنرېکېز، نیل مکسویل، جانېت ټورني او ګرېګ ډایئر د بورډ نور غړي دي.
شېن واټسن ویلي « زه په رښتیا هم ډېر خوښ یم، چې د اسټرالیا د کرکټ بورډ مشر وټاکل شوم؛ زه به په پوره امانتدارۍ خپله دنده سرته ورسوم او د اسټرالیا د کرکټ راتلونکي ته به مثبتې هلې ځلې وکړو».
واټسن په یو ټویټ کې لیکلي له ما وړاندې خلکو هم د کرکټ بورډ لپاره رښتینې هلې ځلې کړي، د هغوی لاسته راوړنې به تاریخ یادې ساتي او زه د دې موقع نه په ګټې اخېستنې، د خوښۍ احساس کوم.
د واټسن پېژندنه
واټسن په ۱۹۸۱ م کال د جون په ۱۷ مه نېټه د اسټرالیا په کوینزلېنډ سیمه کې زېږېدلی دی، اوس ۳۸ کاله عمر لري.
کوینزلېنډ سیمه د اسټرالیا شمال ختیځ کې پرته ده او د اسټرالیا په طبیعي زېرموکې دریم مشهور او د ارزښت وړ ځای دی.
دې ارزښتمنې سیمې د اسټرالیا کرکټ لوبډلې او د نړۍ کرکټ ته د شېن واټسن په څېر غوره الراونډر ورډالۍ کړی.
دغه الراونډر په ۲۰۰۲ م کال کې د اسټرالیا لپاره یو ورځنۍ لوبې د سویلي افریقا خلاف پیل کړې او په ۲۰۱۵ م کال کې یې له یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه وکړه.
په ۱۹۰ یو ورځنیو لوبو کې یې ۵ زره ۷۵۷ منډې کړي، ۹ یې سلیزې او ۳۳ یې پنځوسیزې وهلي دي.
له ۲۰۰۵ م کال څخه یې تر ۲۰۱۵ م کال پورې ټېسټ لوبې وکړې او شل اوریزې لوبې یې په ۲۰۰۶ م کال کې پیل کړې او په ۲۰۱۶ م کال کې یې پرېښودې.
نوموړی اوس هم په آې پي ایل، بېګ باش او ځېنې نورو لیګونو کې لوبېږي او د آې پي ایل په پایلوبوکې یې د چینای لپاره بهترینې منډې خپله دنده ګرځولې.