شین چای د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لپاره ګټور دی

 

که څه هم افغانستان ته د کورونا وبا د رارسیدو سره سم د تور چای هر اړخیزې شخصي تجربې او یا هم کاذبي اوازي تودي سوژې وي، خو اوس تازه ځینې څېړنې د شین چای ګټې بیانوي.

ـ د نړۍ ډېری هېوادونه لاهم د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اخته کېدو کې دي او اوس یوې نوې څیړنې موندلې چې شین چای په دې ناروغۍ کې خورا ګټور کیدای شي.

دا څېړنه په انګلستان کې د “سوانسیه پوهنتون” کې شوې. په ورته ډول، د کورونا ناروغان کولی شي د درملو اغیزمنتوب ډېر کړي. که دوی شین چای وکاروي. مخکې دا څیړنه په هند کې د ډاکټر “سریش موهن کمار” لخوا شوې وه، چې وروسته بیا هغه انګلستان ته راغی او هلته یې خپلې څیړنې ته دوام ورکړ.

نوموړی وايي، شین چای د طبیعت یو له پخوانیو درملنیزو بوټو څخه دی، چې څیړنې ته اړتیا لري. هغه وايي، شین چای په زړه پورې او حیرانوونکي مرکبات لري، چې له دې جملې څخه یو “ګیلو کیټي چین “دی، کوم چې نه یوازې د کورونا ناروغۍ پروړاندې ساتنه کوي بلکې د کووېډ-۱۹ ناروغانو درملنه هم ګړندۍ کوي.
که څه هم دا په محدوده پیمانه ازمایل شوی، خو لا هم اوس ماهرین په دې تفصیلې غور کوي.

سرچینه (ایکسپریس نیوز)

وروستي مطالب