Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

شین ویلیمس وايي: افغانستان، بنګله دېش ته په زړه پورې ماته ورکړه

سمیع الله درانی

د زِمبابوې لوبډلې الراونډر شین ویلیمس په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې کوربه لوبډله بنګله دېش په درې اړخیزه لوبلړۍ کې تر بشپړ فشار لاندې ده.

شین ویلیمس د زِمبابوې په لوبډله کې د مسکډزا او برېنډن ټایلر ترڅنګ له پخوانیو او تجربه کاره لوبغاړو څخه دی.

هغه ویلي که مشران لوبغاړي د زِمبابوې لپاره مثبته لوبه وکړي، لرې نه ده چې بنګله دېش به مات کړو.

زِمبابوې تر دې دمه په درې اړخیزه لوبلړۍ کې لوبه نه ده ګټلې، یوه یې افغانستان او بله یې بنګله دېش ته بایللې ده.

نن مازیګر د سپټمبر په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ یې له بنګله دېش سره دریمه لوبه ده.

که دا لوبه زِمبابوې وګټي، دوهم پړاو ته یې د تګ هیلې لږ څه را ژوندۍ کېږي.

د ویلیمس په خبره «بنګله دېش تازه له افغانستان څخه په زړه پورې ماته وخوړه او نسبت زِمبابوې ته بنګله دېش ډېر تر تاثیر لاندې دی».

د ویلیمس په وېنا بنګله دېش که څه هم تجرُبه کاره لوبغاړي، شکېب الحسن، محمدالله او مشفق الرحیم لري؛ خو د دوی ژر سوځول د زِمبابوې د بریا چانس یقیني کوي.

له زِمبابوې سره څو تکړه لوبغاړي دي او ښه لوبه یې کولای شي، چې بنګله دېش مات کړي، برېنډن ټایلر په زړه پورې توپ وهنه کولای شي، چکابوا خورا ښه لوبېږي، خپله شین ویلیمس ښه الراونډر دی، ریان بورل او کرېګ ایروېن هغه لوبغاړي دي، چې بنګله دېش ته په نننۍ لوبه کې سرخوږی جوړولای شي.

درې اړخیزه لوبلړۍ د سپټمبر په ۱۳ مه نېټه د جمعې په ورځ د زِمبابوې او بنګله دېش په لومړۍ لوبه پیل شوه، چې بنګله دېش پکې د عفیف حُسین د نیمه سلیز پرمټ زِمبابوې ته په ۳ وېکټو ماته ورکړه.

دوهمه لوبه افغان لوبډلې له زِمبابوې څخه په ۲۸ منډو وګټله، دریمه لوبه افغان لوبډلې له بنګله دېش څخه په ۲۵ منډو ګټلې ده.

نن زِمبابوې او کوربه لوبډله لوبه لري او د جمعې په مازیګر دواړه مېلمنې لوبډلې سره مخ دي.

افغان لوبډله د نومرو په جدول کې ۸ نومرې لري او لومړی ځای یې خپل کړی دی.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی