سپورټ نړیوال کرکټ

شکېب الحسن په کرکټ کې له بندیز وروسته فوټبال ته مخه کړه!

سمیع الله درانی

شکېب الحسن چې د اکټوبر په میاشت کې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د فساد په تور له کرکټ څخه د دوه کلو لپاره منع شو اوس یې د فوټبال تمرینات پیل کړي دي او خپل ورزش جاري ساتي.

نوموړي ویلي بندیز هغه له لوبغالو لرې نشي ساتلی، بلکې خپلو ورزشي تمریناتو ته دوام ورکوي.

شکېب الحسن باندې تور و، چې د آې پي ایل لوبو پر مهال یې د پنجاب لوبډلې له رهبرۍ سره په وټس اپ د فساد د زمینه سازۍ پېغامونه شریک کړي وو، سربېره پر هغه د زِمبابوې خلاف درې اړخیزه لوبلړۍ کې هم فساد ته د لمن وهلو تور و، چې وروسته شکېب الحسن دا تورونه ومنل او د کرکټ نړیوالې شورا هم دوه کلن بندیز پرې ولګاوه.

هغه پر داسې مهال له لوبو محروم کړل شو، چې لوبډله یې هندوستان ته د شل اوریزو او ټېسټ لوبو لپاره روانه وه.

د شکېب الحسن په نشتون کې د بنګله دېشۍ لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشري محمدالله کوي.

شکېب الحسن چې ۳۲ کاله عمر لري اوس یې د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې د ارمي یا پوځ په نوم لوبغالي کې د فوټبال لوبې پیل کړي دي.

هغه د فوټبال له یو بنګله دېشي لوبغاړي سره د فوټبال په لباس کې تصویر اخېستی او بیایې ورسره لیکلي، چې له کرکټ بندیز وروسته د فوټبال لوبه.

شکېب الحسن د کوریا ایکس پاټ په نامه د فوټبال لوبډلې خلاف ولوبېد او کوریا لوبډلې ته یې درې د دوه ګولونو پر وړاندې ماته ورکړه.

دا لومړی ځل نه دی چې شکېب په فوټبال لوبو کې راڅرګندېږي، له دې وړاندې یې د بنګله دېش ټایګرز لوبډلې لپاره هم د فوټبال لوبه کړې وه او د اولډ ډوس لوبډلې پر خلاف یې لوبه کړې وه، چې ۴ د یو ګولونو پر وړاندې یې لوبه وګټله.

د فوټي هېګز ټیم په خپله رسمي وېب پاڼه لیکلي دي، مونږ خوښ یو چې شکېب الحسن یو ځل بیا خپلو زړو فوټبال لوبغاړو سره یو ځای شو.

شکېب الحسن به د ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریز جام کې هم له بنګلا دېش سره نه وي، له هغې وړاندې چې اسیا شل اوریز جام کېږي، په دې سیالیو کې به هم شکېب وجود ونه لري.

شکېب الحسن په نړیوال پنځوس اوریز جام کې ۶ سوه منډې وکړې او ۱۰ وېکټې یې هم واخېستې، چې د افغانستان خلاف یې پنځه وېکټې اخېستل په زړه پورې بالېنګ و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی