شکېب الحسن خپلې غوسې جرمانه کړ

 

د بنګله‌دېش پیاوړي الراونډر شکېب الحسن د جمعې په ورځ د بنګله‌دېش په داخلي ډیویژن لیګ لوبو کې د اېل بي ډبلیو اپیل څخه وروسته غوسه شو، وېکټې یې لومړی په لغته ووهلې او بیا یې راوویستې او په ځمکه یې وویشتې.

د شنبې په ورځ د جون په دولسمه د بنګله‌دېش کرکټ بورډ پرېکړه وکړه، چې شکېب الحسن به په درېیوو لوبو کې د لوبېدو اجازه ونه لري او هم به پنځه لکه بنګله‌دېشۍ ټاکه جرمانه ورکړي.

د محمدان کرکټ کلب چارواکو ویلي، چې په هغه د څلورو لوبو د بندیز خبره وشوه، خو بالاخره په درېیوو لوبو د بندیز لګولو سره سلا شول.

د ډاکې د کرکټ کمېټې مشر قاضي انعام ویلي، چې دا درېیمه درجه تېروتنه یا ګُناه وه.

د شکېب الحسن د تېرې جمعې ورځې د ګُناه په تړاو د بنګله‌دېش د کرکټ بورډ او ځېنو نورو ورزشي چارواکو د څېړنې غوښتنه کړې وه او بالاخره رنګ یې راوړ.

شکېب الحسن د محمدان سپورټېنګ کلب لوبډلمشر و او د ارچ رایول اباني لوبډلې پر وړاندې یې غوسه راپارېدلې وه.

نوموړي د دې سربېره د بنګله‌دېش د کرکټ بورډ ډایرېکټر محمود سره هم لفظي شخړه کړې وه.

هغه له پېښې وروسته هڅه وکړه، چې مشکل حل کړي او وروسته یې بیا د کرکټ له لوبغاړو، لوبڅارانو او ټولو مینوالو بښنه وغوښته او دعایې وکړه، چې له خدای هیله کوي، بیا ترې داسې کړنه تکرار نشي.

شکېب د جون په څلورمه هم د تمرین پرمهال له بالرانو سره لانجه کړې وه او دا یې دویم ځل و، چې ستونزه یې جوړه کړه.

حسن په ۲۰۱۹م کې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د دوو کلونو لپاره بندیز سره مخ شوی.

نوموړی په کرکټ کې په مالي فساد کې ښکېل شوی و.

 

ورزش او اخلاق

د مسلمانانو لپاره په ټوله کې د ښو اخلاقو لارښوونه او سپارښتنه شوې ده، ځکه زموږ پېغمبر د غوره اخلاقو څښتن و او له غوره اخلاقو سره نړۍ ته رالېږل شوی و.

اسلام د غوره چلند سپارښتنه کړې ده او همدا علت دی چې د اسلام د ظهور په وخت کې د پېغمبر ع او صحابه‌وو د غوره اخلاقو په وجه ډلې، ډلې خلک د اسلام په دایره کې داخل شول.

نو اوس مسلمانانو ته پکار ده چې په عام ژوند کې خورا پیاوړي اخلاق ولري.

بیا د ورزش برخه کې هر ورزش د اخلاقو کوډونه لري او لوبغاړي مکلف دي، چې له هغوی څخه سرغړونه ونه کړي.

مثلا لفظي شخړې، ښکنځلې، وېکټې غورځول، توپ د قانون خلاف غورځول، ګواښ کول او همدارنګه په فساد کې ښکېل کېدل د کرکټ اخلاق نه ایجابوي.

که کوم لوبغاړی له اصولو سرغړونه وکړي له ستونزو سره مخ کېږي او کرکټ بورډونه د کرکټ نړیواله شورا او محکمې ورسره د جرم په نسبت چلند کوي او جزا ورکول کېږي.

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ