شپېته کلنې ترکۍ سندرغاړې د اووم ځل لپاره واده وکړ

 

سدا سایان د ترکیې پخوانۍ او پېژندل شوې سندرغاړې، د خپل اووم ځل واده لپاره ترکی سندرغاړی او ویاند چاغلار اوکتان، چې ۲۵ کاله ترې کوچنی دی وټاکه.
دا واده چې په دې وروستیو میاشتو کې ترسره شو، ویل کېدل چې مراسم به یې په پراګ کې ترسره شي، خو سایان ته د ویزې نه لګېدلو له امله یې په استانبول کې واده ترسره کړ.

۳۵ کلن اوکتان د یوه ناکامه واده وروسته چې ثمره یې د آرتور په نوم یو هلک دی، د شپېته کلنې سایان سره د واده لپاره سره مخ شو.

همدارنګه آرتور ته د ټوېټر یوه کارونکي په خطاب کې لیکلي و:” نور به ستونزو سره نه مخ کېږې سدا مور درسره ده.” ډېر د پام وړ ګرځېدلی. آرتور یې په ځواب کې لیکلي و:”سدا زما مور نه ده. زه ورته خور وایم. زما خپله مور زما ملاتړې ده نه سدا خور.”