فبروري 25, 2021

شپږ میاشتې وروسته د سلو (۱۰۰) توپونو لوبي پېلېږي.

دا چې په کرکټ کې ورځ تر بلې تغیرات راځي، لومړیو کې ټېسټ لوبې وې، بیا یو ورځنۍ لوبې رامنځته شوې او ۲۰۰۷م کې شل اوریزې لوبې پیل شوې، نو د کرکټ دغه تغیرات د دې سبب شول، چې د پرمختللې تکنالوژۍ په مرسته کرکټ خلکو ته په زړه‌پورې کړي او په نړۍ کې یې د پرمختللو لوبو په قطار کې راولي.
د دغو پرمختګونو سربېره خلک ډېر کم وخت لري او نه غواړي چې په ساعتونو، ساعتونو لوبو ته کېني، نو دوی بیا د لنډو لوبو لیدلو زیات مینه‌وال وي.
بله خبره دا چې لنډ فارمټ لوبې ګرمې وي؛ جوش و جذبه پکې زیاته وي؛ شپږیزې او شاټونه پکې ډېر وي، نو لوبې جذابې کوي، چې بیا په لیدلو ارزي او خلک هم ورته کېني.
د کرکټ د همدغو تغییراتو په منځ کې د لس اوریز کرکټ لیګ رامنځته کېدل، د کرکټ د پرمختګ نوښت برخه کې د عربي متحده اماراتو یو بل ګام و، چې په ۲۰۱۷م کې یې واخیست او ټي ټېن یا لس اوریز لیګ یې تاسیس کړ.
دغه هم د نړیوالو له هرکلي سره مخ شو او کال په کال پکې نوي تغییرات دا لوبې لا ښایسته کوي.
تازه د انګلستان کرکټ بورډ د ۲۰۱۹م په وروستیو کې اعلان وکړ، چې د نورو لوبو په منځ کې او له هغوی څخه د اورونو د حجم په لحاظ یو مناسب لیګ رامنځته کوي، چې نه لس اوریز وي او نه هم شل اوریز، بلکې د دواړو په منځ کې به یو ډول سیالۍ وي، چې دا به د سل توپونو لوبه وي.
د انګلستان کرکټ بورډ د سل توپونو لوبه ایجادوي او لومړی پړاو به یې د روان کال په جولای کې شپږ میاشتې وروسته ترسره شي.
د سل توپونو مفکوره په ۲۰۱۶م کې انګلستان بیان کړې وه او په ۲۰۲۰م کې د عمل جامه وراغوندي.
د سل توپونو لوبه کې به ۸ لوبډلې وي، چې راشدخان هم پکې شته
د سل توپونو لوبه کې به د نارینه‌وو ترڅنګ ښځینه لوبغاړي هم وي.
دې کې د نړۍ کلاس او باتجربه لوبغاړي، لکه راشدخان، ډېوېډ وارنر، سمېت، کېن ویلیمسن انډري رسل او نور لوبغاړي شامل دي.
د سل توپونو اته لوبډلو نومونه
برمېنګم فونېکس، لندن سپایرېټ، مانچېسټر اورېجنل، نارترن سوپرچارجرز، اوول ېنوېسېبل، ساوترن برېف، ټرېنټ راکېټس او وېلش فایر.
د لوبې اصول او قاعدې
هره لوبه به ۲ سوه توپونه وي، چې یو اېنېنګز یې سل توپونه وي؛
یو اوور به لس توپونه وي؛
بالر به هر لس توپونه وروسته بدلېږي؛
بالر په یو ځل پینځه او یا هم لس توپونه ترسره‌کولای شي؛
۲۵ توپونه به پاور پلی وي؛
د هرې توپ اچونې لوری دوې نیمې دقیقې وقفه اخیستلای او دمه کولای شي؛
پاور پلی کې به دوه فیلډران له لومړۍ دایرې یا سرکل څخه بهر وي؛
لوبه به ښایي دوه نیم ساعته وخت نیسي؛
هره لوبډله به پینځه لوبغاړي لري، چې یوه لوبډله درې بهرني او ۱۲ انګلستاني لوبغاړي اخیستلای او یوولس لوبغاړي به ترې بیا لوبولای شي.
د لوبډلو روزونکي
د برمېنګم لوبډلې روزونکی انډریو مک ډونلډ دی، د لندن سپېرېټ لوبډلې روزونکی شېن وارن دی، د مانچېسټر لوبډلې روزونکی سېمون کاټېچ، نارترن سوپر چارجرز لوبډلې روزونکی ډېرین لېهمن، د اوول اېنوېسېبل ټام مودي، د ساوترن برېف لوبډلې روزونکی مهیلا جایاوردنی، ټرېنټ راکېټس روزونکی سټیفن فلېمېنګ او وېلش فایر لوبډلې روزونکی ګېري کېرسټېن د لوبډلو روزونکي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*