
یاران سپورټس
د قطر لس اوریز سوداګریز کرکټ د ډېسمبر په ۷ مه نېټه د ۶ لوبډلو په ګډون پیل شو.
په دې سوداګریز کرکټ لیګ کې هیټ سټورمرز، سویفټ ګالوپرز، پېرل ګلاډيټرز، ډیزرټ رايډرز، فلاینګ اورېکس او فالکن هنټرز لوبډلې لوبېږي.
په هیټ سټورمرز لوبډله کې افغان وېکټ ساتونکی توپ وهونکی محمد شهزاد محمدي اخېستل شوی، شفیق الله شفق د سوېفټ ګالوپرز لوبډلې له خوا پیرل شوی، پېرل ګلاډیئټرز لوبډله کې بیا افسر ځاځی او کریم صادق اخېستل شوي، جاوېد احمدي له ډيزرټ رایډرز لوبډلې سره لوبېږي، افتاب عالم فلاینګ اورېکس لوبډلې پېرلی او فالکان هنټرز لوبډله کې بیا هیڅ افغان لوبغاړی نشته.
د ډېسمبر په ۷ مه نېټه د شنبې په ورځ د دې لیګ لومړۍ لوبه د پېرل ګلاډیئټرز او فلائینګ اورېکس ترمنځ ترسره شوه.
پېرل لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره لس اورونوکې ۸۳ منډې وکړې، نوید ملک دوه وېکټې واخېستې.
اورېکس لوبډلې دا هدف په ۷ اعشاریه ۴ اورونوکې د یو لوبغاړي په سوځېدو سره د حُسېن تلت د ۵۹ ناسوځېدلو منډو په مرسته پوره کړ او پېرل لوبډلې ته یې په ۹ وېکټو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی حُسېن تلت ونومول شو.
د دې لیګ دویمه لوبه د سوېفټ ګالوپرز چې شفیق الله شفق ورسره لوبېږي، له ډېزرټ رایډرز لوبډلې سره ترسره کړه، چې رایډرز لوبډلې شفیق الله شفق دې ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه.
شفیق الله شفق په دې لوبه کې په ۱۱ کسیز نوملړ کې نه و شامل؛ یواځې چمتو یا ریزرف لوبغاړو کې شامل و.
د قطر لس اوریزې سوداګریزې لوبې لس ورځې دوام کوي، چې ټولې پکې ۱۹ لوبې کېږي او د ډېسمبر په ۱۶ مه نېټه پای ته رسېږي.
د دې لیګ ټولې لوبې د قطر په پلازمېنه دوحه ښارکې کېږي.
دا لومړی ځل دی چې کریم صادق په بهرني کرکټ لیګ کې لوبېږي.