سپورټ کورنی کرکټ

شپږیزه ؛ پرون کابل بازانو د بست ساتونکو لوبډله هم ماته کړه.

لیکنه : عبدالله عادل

د شپږیزې کرکټ لیګ په ۷مه لوبه کي د کابل بازانو لوبډلې بوست ساتونکو ته د ۲۵ منډو په توپیر ماته ورکړه او په یاد لیګ کي دریمه پرلپسې بریا خپله کړه.

د لوبي ټاس د کابل بازانو لوبډلي وګټی او د تیرې لوبي په څېر یې یو ځل بیا د توپ وهنې پرېکړه وکړه دوی په ۲۰ اورونو کي د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره بوست ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه.

د کابل بازانو لپاره کریم جنت او حضرت الله ځاځي چټک پیل واخیست خو وروسته ژر وسوځېدل د یادې لوبډلي د توپ وهونکو له منځه یونس احمدزي ۳۵ ، اصغرافغان ۲۵ او حضرت الله ځاځي ۲۰ منډي جوړي کړې.

د بوست لپاره په توپ اچونه کې نصرت الله ۲ ، دولت ځدران ، ضیاالرحمن ، ګلبدین او قیس احمد ۱/۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د بوست لوبډلې د هدف پوره کولو په لټه ښه لوبه پيل کړه خو د وقارالله سلامخېل یوه اور د لوبې اړخ بدل کړ په دغه اور کي حشمت الله شهیدي په ۳۵ منډو رن اوټ سو او په نورو دوو توپونو درویش رسولي او خیبر عمر اوټ سوه چي وروسته د ویکټو لړۍ همداسي دوام وموند او د بوست ټوله لوبډله په ۱۸.۱ اور کي په ۱۱۹ منډو اوټ سوه.

د کابل بازانو لپاره په توپ اچونه کې حمزء هوتک په خپلو څلورو اورونو کي یوازې ۱۰ منډي ورکړې او دوه ویکټي یې ترلاسه کړې همدا ډول چيټارا او سلامخېل هم ۲/۲ ، اصغرافغان او سمیع الله شینواري ۱/۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی وقار سلامخېل ونومول سو چي په خپل یوه اور کي یې دوې مهمي ویکټي ترلاسه کړي وې.

د کابل بازانو لوبډله په لیګ کې په دریو بریاوو او شپږو نومرو سره د جدول په سر کي ځای لري .

نن د شپږیزه لیګ په لړ کي سهار ۹ بجې امونهنګان له بوست ساتونکو لوبډلې سره او په بله لوبه کي غرمه ۱:۱۵ بجه مس عینک اتلان له سپین غر بازانو سره لوبه ترسره کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی