شپږم حس او څرنګوالی یې

ښايي دا لیکنه درته جالبه واېسي؛ ځکه د دې په اړه مالومات درکول کېږي چې ایا انسانان شپږم حس لري؟ دا څه ډول حس دی؟ ټول حسونه مو نومونه لري، شپږم حس ولې مشخص نوم لري؟ شپږم حس د علمونو له انده ثابت شوی که نه؟…

لکه څنګه چې تاسو ته جوته ده، انسانان پينځه ډوله حسونه لري؛ خو دا هغه حسونه دي چې نوم او څرنګوالی یې، دندې یې او په اړه یې نورې ځانګړنې علم ثابتې کړې دي. شپږم حس له ډېر پخوا راهیسې د انسانانو پام ځان ته اړولی او خلک دا خبره کوي چې شپږم حس شته. د دې لپاره چې د دې حس شتون له علمي پلوه ثابت شوی نه دی؛ نو دا په شبه علوم کې تر څېړنې لاندې نیول شوی دی. شبه علوم ته سودوساینس وايي.
(سودو ساینس/شبه علوم) هغو باورنو او اندونو ته ویل کېږي چې د علم یا ازمېښتونو له لارې لا ثابت شوي نه وي. د شپږم حس د شتون مفکورې له لرغوني یونانه پیل شوي دي. هغه کس چې په دې اړه یې خبره وکړه ( ارستو/ارسطو) و. هغه ویل چې موږ نشو کولی د انسانانو حواس یوازې پر پینځو برخو ووېشو؛ ځکه چې داسې حواس هم شته چې څوک يې په ډېره اسانۍ نشي درک کولی.

ځینې کسان پر دې اند دي چې شپږم حس یوازې د ارواوو، شیطانانو او پرښتو د درک په پار زموږ وجود کې نغښتل شوی دی. دا ډول کسان دا وړ مسایل په دین او مذهب پسې غوټه کوي. دوی وايي چې د نفس په تزکیه او له انساني ټولنو څخه په لرېوالي سره ځينې خلک خپل شپږم حس فعالولی شي. که د دوی دې خبرې ته فکر وکړو، دا مانا لري چې ګڼې نور انسانان شپږم حس نه لري، یوازې هغوی به یې لرلی شي چې نفس یې له پلیتیو پاک کړی وي. حال دا چې د شبه علوم له نظره ټول انسانان شپږم حس لري. سربېره پر دې انسانان په ټوله کې ۲۱ ډوله نور حواس لري چې تر اوسه مشخص نومونه نه دي ورته ټاکل شوي او په علمي دلایلو نه دي ثابت شوي.
ښايي تجربه کړي مو وي چې کله یو چا سره لومړی ځل ووینئ، څېره یې درباندې ښه یا بده لګېږي. لامل یې هم درته مالوم نه وي. دا به مو ویلي وي چې پلانی/ۍ مې هسې خوشې بد ایسي. یا که کومه ناوړه پېښه پېښېدونکې وي، وایاست چې زړه مې بده ګواهي راکوي. همدارنګه که کوم څه مو زړه کې وګرځي چې شوني وي، هغه وشي، بیا وایاست چې دا زما زړه کې تېر شول؛ خو پام ورته ونه کړ. همدغې ته شپږم حس وايي. موږ لامسه حس لرو؛ خو کله مو چې ګرمي کېږي، دا لامسې پورې نه دی تړلی. یا لکه پوستکی مو چې سوځي، په لامسه پورې نه دی تړلی. لامسه پورې هغه څه اړه لري چې ستاسو پوستکي سره په اړیکه کې شي.

شپږم حس په هر انسان کې په بېل ډول راڅرګندېږي. فعالیت یې په ټولو انسانانو کې یو ډول نه دی. دا یو ډول وړتیا ده لکه نبوغ چې په انسانانو کې ځانګړې بڼه غوره کوي. د همدې لپاره تر اوسه مشخص نوم نه لري. پینځه واړه حسونه خپل ټاکلي نومونه لري؛ خو دا حس په نوم نه، په شمېره یادېږي، ۶ام حس.
ځینو کې د الهام په ډول وي، ځينو کې د اندونو/مفکورو، ځینو کې د اخځونو او برداشتونو په څېر راڅرګندېږي. دې حس باندې که باور وشي، درجه یې بدلون کوي. پر ښه، لا ښه او خورا ښه بدلېدلی شي. فرضاً تاسو یو چېرته کډه کوئ، هغه کور درته دروند ښکاري؛ خو لا پرې خبر نه وئ چې واقعاً هلته پېریان شته که نه.
وروسته وروسته پوهېږئ چې پېریان وو؛ نو ستاسو پینځو واړو حسونو دلته کار ونشو کولی، دا حس بل څه نه، همدا ۶ام حس و چې پرې خبر یې کړئ او تاسو ناخودآګاه درک دا موضوَع درک کړې وه.
دا حس هغه وخت پیاوړی کولی شو چې نه په تېر کې واوسو او نه راتلونکي کې. همدا اوسمهال چې څه زموږ چاپېریال کې کېږي، فکر او غور پرې وکړو. شپږم حس مو فعاله وساتئ او باور پرې وکړئ؛ خو منطق به له پامه نه غورځوئ. یوه ذهني ناروغي هم شته چې دې ته ورته پېښې پکې انځورېږي، هغې ته سکیزوفرني وايي چې ذهني ناروغي ده. دا دواړه باید سره توپیر شي.