مارچ 4, 2021

شُبمن ګیل د جنوبي افریقا خلاف ټسټ سېالیو ته غوره سوی.

لیکنه : عبدالله عادل
د هند کرکټ بورډ تېره ورځ پنجشنبه د جنوبي افریقا خلاف د راتلونکي ټسټ لوبلړۍ لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه چي ځوان لوبغاړي شُبمن ګیل هم د دریو ټسټ لوبو لړۍ ته د هند په لوبډله کي ځای موندلی. لوکېش راهول څوک چي په وروستیو کي د ویسټ انډيز خلاف په دوو ټسټ لوبو کي ولوبېد له لوبډلي لیري سوی او ددې لوبډلي بل پیاوړی لوبغاړی روحیت شرما بیا د لوبلړۍ لپاره د پیلیز لوبغاړي په توګه معرفي سوی.
راهول تیر کال د انګلنډ خلاف په اوول لوبغالي کي د لوبي په دوهم انننګز کي سلیزه جوړه کړه خو له هغه وروسته بیا ښه نه وو ځلېدلی او د لوبډلي لپاره یې د پام وړ منډي ندي جوړي کړې.
شُبمن ګیل چاچي د جنوبي افریقا الف لوبډلي پر وړاندي په غیر رسمي ټسټ لوبه کي ۹۰ او ۵ منډي جوړي کړې د لومړي ځل لپاره د هند لوبډلي ته اخیستل سوی .
ګیل ۱۴ فرسټ کلاس لوبي ترسره کړي او ۱۴۴۳ منډي یې پکښي جوړي کړي چي یادو منډو کي یې څلور سلیزي شاملي دي.
جسپریت بومرا هم د لومړي ځل لپاره په خپل کوربتوب ټسټ لوبلړۍ ته د هند په لوبډله کي اخیستل سوی او ورسره ایشانت شرما او محمدشامي دوه نور چټک توپ اچونکي دي.
جدیجا ، اشوین او کلدیپ یادب د ورو توپ اچونکو په توګه اخیستل سوي ، ریشب پنت لومړی انتخاب ویکټ ساتونکی لوبغاړی دی او ساها ورسره په لوبډله کي دوهم ویکټ ساتونکی غوره سوی.
د هند لوبډله :

ویرات کوهلي لوبډلمشر ، ماینک اګروال ، روحیت شرما ، چیتیشور پوجارا ، اجینکې رهانې ،هنوما ویهاري ، ریشب پنت ویکټ کیپر،وریديمن ساها ویکټ کیپر ، رویچندرن اشوین ، رویندرا جدیجا ، کلدیپ یادب ، محمدشامي، جسپریت بومرا ، ایشانت شرما ، شُبمن ګیل .

امرخېل: مسؤلین به د وروستۍ پېښې عاملین نیسي یا به له دندې لرې کېږي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ننګرهار والي وایي ددغه ولایت امنیتي چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د درېیو وژل شوو ښځينه خبریالانو قاتلین نیسي او یا به له خپلې دندې استعفا کوي. نوموړي پر ... نور ولولئ