شونډې مو د بدن روغتیا په اړه څه وایي؟

ژباړه: حماد هلال

شونډې د بدن له حساسو غړو څخه دي، چې کولی شي تاسو له هغو جدي ستونزو خبر کړي، چې د بدن روغتیا مو ګواښي.

د شونډو له اړخه د بدني روغتیا تشخیص

د انسان شونډې، د یو میلیون څخه زیاتو عصبي رشتو لرونکي دي، د ګوتو له نوکونو ډېرې حساسې او ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

ځیني وختونه شونډې کولی شي، د هغوجیدي ستونزو په اړه چې ممکن د شخص روغتیا وګواښي هغه ته خبر ورکړي، نو په دې اساس باید د شونډو شرایطو ته پوره پاملرنه ولرو. علاوه له سترګو شونډې کولی شي د انسان د بدن ائینه اوسي. په دې لیکنه د شونډو هغه ۸ ځانګړنې چې کولی شي، د انسان په بدن کې د ستونزو نښانې وړاندې کړي راوړل شوي.

۱ – د خولې کونجو چاودېدل:

کله چې لاړې د خولې په کونجو کې ټولېږي پوستکی وچوي او کولی شي، د چاودېدو لامل شي، چې په داسې شرایطو کې امکان لري شخص په انتاني ناروغیو اخته شي. انتان، د دې چادېدو تر ټولو ستر لامل دی، که د خولې په کونجو کې مو دا چادونه هر وخت وي، ضرور به باید ډاکټر ته لاړشئ.

۲ – پوستکي چاودېدل او د شونډې وچوالی بدن کې د رطوبت نشوالی نښې دي:

د شونډو وچوالی کولی شي، د بدن په نورو برخو کې د اوبو کموالی په ګوته کړي او همدارنګه کېدای شي د اقلیم او فشار له امله هم واقع شي، چې شخص باید په داسې شرایطو کې ډېرې اوبه وڅښي او د رطوبت کریمونه وکاروي. د شونډو پوستکي اچول امکان لري د حساسیت له امله هم اوسي او په دې وخت د بدن نورې برخي هم ځینې نښانې ښایي لکه خارښت نو ضرور باید ډاکټر ته لاړشئ.

۳ – د شونډو وتل

ځیني وختونه امکان لري، د شونډو وتل شخص ته دردناک اوسي، خو ځیني وختونه بې ضرره او بې له کومې درملنې له منځه ځي. د مثال په ډول، امکان لري چې ځینو درملو او خوړو خوراک د شونډو وتلو لامل شي. خو ځينو وختونو کې د شونډو وتلو لامل د انتان ویروسونه وي،  لکه تبخا (هرپس) چې مناسبې درملنې ته اړتیا لري.

۴ – د شونډو شاوخوا سوروالی:

د شونډو شاوخوا ته د سوروالي پیداکو لاملونو څخه یو مهم لامل د شونډو څټل دي. د شونډو څټل په مکرر ډول د شونډو په شاوخوا کې طبیعي غوړ وچوي او د سوروالي و خارښت لامل کېږي. نو د دې عادت لرې کولو لپاره باید د ساده غوړو کریمونو څخه ګټه واخیستل شي.

۵ – پاسنۍ شونډه کې د تاوونو (کندو) رامنځته کېدل:

پورتنۍ شونډه کې د تاوونو رامنځته کېده، امکان لري بدني او عاطفي دلایل ولري.  نا ارامیو و فشار له امله د غلطو عادتونو لرل لکه د ډېرو څښاکو او سیګرټو څکل کولی شي، د دې کندو پيدا کېدو لامل شي.

۶ – د شونډو رنګ بدلون په وینه کې د اکیسجن کمزوري جریان نښه ده:

د شونډو ابي او کمزوري رنګ په وینه کې د اکسیجن کمزوري جریان نښه ده او دا ستونزه کېدای شي، په ګوتو او پښو کې هم  ورته نښانې پيداکړي. د صحي راپورونه په اساس دې برخه کې ویلی شو، چې سپینې یا کم رنګه شونډې د وینې کموالي او د وینې د اکیسجن کمزوري جریان له امله دي، چې ډاکټر ته د تللو اړتیا ده. د وینې شکر یا د ویټامینونو کمښت هم کولی شي، چې د شونډو سپينېدو او یا کم رنګه کېدو لامل شي.

۷- د شونډو پړسوب د الرجیک عکس العمل نښه ده:

پړسوب کېدای شي، د الرجیکي عکس العمل نښانه وي او د سینګار توکو له استعمال وروسته د خاص پړسوب څخه بیا باید له هغې توکو ګټه وانخیستل شي. په لنډ وخت د شونډو ډېر غټیدو په صورت کې باید ډاکټر ته مراجعه وشي.

۸ – په شونډو تورې لکې:

په شونډو د تورو لکو پیداکېدل کولی شي، بېلابېل دلایل ولري. د هغې تشخیص لپاره غوره لار ډاکټر ته تلل دي. هایپرپیگمانتاسیون Hyperpigmentation یوه عامه ناروغي ده چې کولی شي د یو چا په بدن د نصواري  لکو لامل شي، ممکن دا لکې نه یوازې په شونډو، بلکې په پزې او تندی هم څرګندې شي.

د لمر وړانګو ته ډېر ګرځيدل هم کېدای شي د دې لکو پیداکېدو بل لامل شي، که په دې حالت کې لکې ډېرې ولیدل شي، نو غوره ده چې ډاکټر ته مراجعه وشي، ترڅو لازمي ګامونه د پوستکي سرطان مخنیوي په برخه کې پورته شي او همدارنګه د خوړو څخه  د اوسپنې ډېر جذب هم کولی شي، په شونډو باندې د دې لکو پیداکېدو لامل شي.

درنو لوستوتوونکو دا مالوت هیڅ کله هم د ډاکټر تشخیص بدیل نشي کېدای، فقط ستاسو د روغتیا زیرمې ډېر والي ته ګټه لري.

 

وروستي مطالب