
یاران سپورټس
د بنګلديش پريمرليګ سبا پيليږي.
افغان اوپنر توپوهونکی شهزاد محمدي، چې د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې پخوا څوارلسم نمبر توپ وهونکی وو او اوس د بندیز له امله له درجه بندۍ لرې شوی دی، د ټي ټین لیګ له لوبېدو وروسته په بنګله دېش سوداګریز لیګ کې هم واخېستل شو.
شهزاد محمدي د یکشنبې په ورځ له محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن او نورو افغان لوبغاړو سره یو تصویر اخېستی و، چې محمدنبي عیسی خېل په خپل فېسبوک اکاونټ خپور کړی و او ورسره یې لیکلي وو، چې بنګله دېش ته پر لاره.
شهزاد محمدي د بنګله دېش په سوداګریز لیګ کې د ویسټ انډیزي توپ وهونکي شی هوپ پرځای اخېستل شوی دی.
د ډېسمبر په لومړیو کې محمدنبي عیسی خېل د رنګپور رېنجرز لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو او ورسره پنځلس نور لوبغاړي هم په لوبډله کې شامل دي.
د بنګله دېش په سوداګریز کرکټ لیګ کې شفیق الله شفق، نوین الحق، رحمان الله ګربز، مجیب الرحمن، شهزاد محمدي، محمدنبي عیسی خېل، حضرت الله ځاځی او نجیب الله ځدران اخېستل شوي دي.
د چهارشنبې غرمه دولس بجې د ډېسمبر په ۱۱ مه نېټه د شفیق الله شفق لوبډله سېلهېټ تندر له چټوګرام چلېنجرز لوبډلې سره لوبه لري.
ماښآم پنځه بجې بیا د محمدنبي لوبډله رنګپور رېنجرز له کومېلا وریئرز لوبډلې سره، چې مجیب الرحمن ورسره لوبېږي، لوبه لري.
د ډېسمبر په ۱۱ مه نېټه د بنګله دېش سوداګریز لیګ اووم پړاو پېلېږي، چې د ۲۰۲۰ م کال تر جنوري ۱۷ مې نېټې پورې دوام کوي.
دې لیګ کې ټولې ۴۶ لوبې کېږي.