Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

شهزاد محمدي د شاپور له خوا بولډ شو؛ خو لوبه شهزاد دې وګټله.

ليکنه: سمیع الله درانی

د لس اوریز لیګ په دوام لسمه لوبه د دیکان ګلاډيئټرز او کرناټاکا ټسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

په دیکان ګلاډېئټرز کې شهزاد محمدي او ظاهرخان لوبېږي او کرناټاکا ټسکرز کې بیا شاپور ځدران او شفیق الله شفق لوبېږي.

په لسمه لوبه کې ټاس دیکان ګلاډېئټرز وګاټه او توپ اچونه یې وکړه، ټسکرز لوبډلې په لس اورونو کې د جانس چارلېس د ۳۵ منډو او د هاشم امله د ۳۲ ناسوځېدلو منډو په مرسته د درې لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۰ منډې وکړې.

افغان چېنا مېن ظاهر خان پکتین په دوه اورونوکې ۲۰ منډې ورکړې او ایوین لیویس یې کلین بولډ کړ.

ظاهرخان په درې لوبو کې ټولې څلور وېکټې اخېستي دي.

دیکان ګلاډېئټرز لوبډلې د نهم اوور په دریم توپ د پنځه لوبغاړو په سوځېدو سره ځان هدف ته ورساوه.

شهزاد محمدي په ۸ توپونو ۱۳ منډې وکړې او د شاپور ځدران له خوا کلین بولډ شو.

په پنځمه وېکټ کېرون پولارډ لوبغالي ته راښکته شو او خطرناک هېټېنګ یې وکړ، نوموړي په ۲۲ توپونو د ۴ شپږیزو او یوې څلوریزې په مرسته ۴۵ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې په ۵ وېکټو بري ته ورسوله.

د لوبې غوره لوبغاړی هم پولارډ اعلان شو.

پولارډ له نېپالي لیګ برېک بالر سنديپ لامېچانی یو اوور کې څلور شپږیزې، یوه څلوریزه او یو ډبل منډې واخېستې، په دې ډول له لامېچانی څخه یوه اوور کې ۳۰ منډې راغلې.

شاپور ځدران په ۲ اورونوکې ۱۸ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخېستې.

د شهزاد محمدي دې لوبډله دیکان ګلاډېئټرز د ای ګروپ په سرکې قرار لري، درې لوبو کې یې دوه ګټلي او یوه یې بایللې، څلور نومرې لري.

په الف ګروپ کې بنګله ټایګرز چې قېس احمد ورسره لوبېږي، دویم مقام کې ده، دریم ځای بیا د کرناټاکا ټسکرز لوبډلې دی او څلورم ځای بیا د ډيلي بولز لوبډلې نیولی دی.

د لس اوریز لیګ ۱۱ مه لوبه او پکې افغان لوبغاړي

د لیګ یوولسمه لوبه د مرټا عربیئنز لوبډلې، چې حضرت الله ځاځی او نجیب الله ځدران ورسره ولوبېدل او ټیم ابو ظبۍ ترمنځ ترسره شوه.

ابو ظبي د پچې په ګټلو سره توپ اچونه وکړه.

د مرټا لوبډلې لپاره حضرت الله ځاځي او اسټرالیایي کرېس لیئن اوپننګ وکړ، ځاځي ۱۲ منډې جوړې کړې او د بېن لفلېن له خوا بولډ شو.

کرېس لیين بیا په ۳۰ توپونو د ۷ شپږیزو او ۹ څلوریزو په ملتیا ۹۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

مرټا عربیئنز لوبډلې په لس اورونوکې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۸ منډې وکړې.

نجیب الله ځدران په درې توپونو ۵ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې.

ټیم ابو ظبۍ په لس اورونوکې د ۳ وېکټو په نقصان سره د لوک رایټ د ۴۰ ناسوځېدلو منډو پرمټ ۱۱۴ منډې وکړې او لوبه ترې ځاځي دې په ۲۴ منډو وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی کرېس لیین وپېژندل شو.

په بي ګروپ کې لومړۍ لوبډله قلندرز ده، چې مجیب الرحمن به ورسره نننۍ لوبه کې ولوبېږي.

دوهمه لوبډله ټیم ابوظبۍ ده، دریمه لوبډله مرټا عربیئنز ده او څلورمه لوبډله نارترن وريئرز ده.

نارترن وریئرز لوبډلې تېر کال اتلولي ګټلې وه او سږ کال یې تر دې دمه په درې لوبو کې دوه بایللي او یوه یې ګټلې ده.

ټي ټېن لیګ د اته لوبډلو په ګډون د نومبر په ۱۵ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ پیل شوی دی، چې شا او خوا لس ورځې به دوام وکړي، ټولې پکې ۲۹ لوبې کېږي او نن یې د سوپر لیګ پړاو پېلېږي.

دا لیګ پنځه ورځې وروسته پای ته رسېږي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی