سپورټ کرکټ

شفیق الله غفاري د مړوند سپین بالرانو خوبونه رښتیا کړل.

د کرېک انفو وېب پاڼې لیکلي چې افغان ۱۸ کلن ځوان لېګ برېک بالر شفیق الله غفاري له مړوند څخه د سپېن بالرانو د مثبتې توپ اچونې خوبونه رښتیا کړل.

لېګ برېک توپ اچونه کې لوبغاړي په دوو هنرونو سره توپ اچونه کوي، چې ځېنې بالران له مړوند څخه په استفادې توپ اچونه کوي، دې ډول بالرانو ته رېسټ یا مړوند سپېن بالر وایي او ځېنې لېګ برېک بالران بیا په ګوتوکې له هنر څخه کار او په ګوتو سره توپ اچونه کوي، چې هغه ته بیا فېنګر توپ اچوونکی ویل کېږي.

د جمعې په ورځ چې شفیق الله غفاري د مړوند څخه په استفادې توپ اچونه وکړه او رېسټ سپېن توپ اچونه یې وکړه؛ نو هغه ۱۵ منډې ورکړې او ۶ وېکټې یې ترلاسه کړې.

هغه څلور لوبغاړي کلین بولډ کړل، یو یې کېچ اوټ کړ او یو یې ایل بي ډبلیو کړ.

غفاري د افغانستان د نولس کلنو لوبغاړو په منځ کې د غوره بالېنګ څېره وبلل شوه.

اوس د کرېک انفو وېب پاڼې لیکلي چې شفیق الله غفاري د ټولو هغو بالرانو خوبونه په رښتیا بدل کړل، چې په نړیوال جام کې لوبېږي او له مړوند څخه په ګټې اخېستنې توپ اچونه کوي.

غفاري د خپل استاد په اړه څه ویلي؟

شفیق الله غفاري چې کرکټ پیل کړی، الهام یې له یو لوبغاړي اخېستی دی او د هغه له بالېنګ څخه متاثره شوی او له د همدغه سړي له توپ اچونې یې کرکټ کې تجربه حاصله کړې ده.

له غفاري پوښتنه شوې، چې څنګه وتوانېدې دا یو بالر شې یا دا ډول مثبت بالېنګ وکړې؟

هغه ځواب ورکړی، چې « ما د اسټرالیا غوره لېګ برېک بالر شېن وارن توپ اچونې ډېره لیدله او د هغه د توپ اچونې ویډګانې مې کتلې او همغه دی، چې ما مثبته توپ اچونه وکړي».

غفاري دا هم ویلي زه پوهېدم که په سم ځای کې بال پېس کړم او هم توپ په مختلفو ډولونو یا وېرېئشنو سره ترسره کړم؛ نو بریالی کېږم.

د کرېک انفو وېب پاڼې ویلي، چې شفیق الله غفاري ثابته کړه، چې د کرکټ په ورزش کې لېګ برېک بالران پوره او په زړه پورې ونډه لري او په راتلونکي کې به هم وي.

مخکې د کرکټ ماهرینو دا سوچ کاوه، چې نسبت مړوند بالر ته د ګوتو په وسیله د توپ سوېنګ کوونکی لېګ برېکر کامیاب وي؛ خو دا خبره ډېره پورې غفاري غلطه ثابته کړه او خپلې غوره توپ اچونې سره یې د مړوند بالران هم مثبت ثابت کړل.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې