شفیق الله شفق شپږ کاله د هر ډول کرکیټ څخه منع شو!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغانستان کرکیټ بورډ د افغان کرکیټ ملي لوبډلي پر تېز توپوهونکي شفق الله شفق د فساد په وړاندي د مبارزې له اُصولو څخه د سرغړوني له امله شپږ کاله بندیز ولګاوه.
افغان کرکیټ بورډ پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چي شفق الله شفق به د بندیز په یاده ۶ کلنه موده کي د هیڅ ډول کرکیټ اجازه ونلري.
بورډ لیکلي، چي شفیق الله شفق د افغانستان غوره لیګ په لومړي پړاو او د بنګله دېش غوره لیګ د ۲۰۱۹م په لوبو کي د جوړجاړي منلو سرغړوني کړي دي.
کرکیټ بورډ په دې تړاو په خپره کړې خبرپاڼه کي ویلي:

«باید وویل شي چې شفق د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې د (۲مادې د لومړۍ فقرې له لومړي، دریم او څلورم بندونو او همدارنګه د دغې مادې د څلورمې فقرې له څلورم بند سرغړونه کړې ده چې مهم ټکي یې په لاندې ډول دي:
۲-۱-۱: د لوبې د پایلې په اړه جوړجاړی یا په بله بڼه په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د یوه مفسد لوري غړی جوړېدل چې له امله یې په ګډې پرېکړې سره د لوبې پایله بدلون مومي یا په عمدي توګه سمه لوبه نه ترسره کول.
۲-۱-۳: د امتیاز او بډو وړاندیز کول، غوښتل او منل، ورته هلې ځلې کول چې په مستقیمه توګه د لوبې پر پایلو اغېز وکړي.
۲-۱-۴: په عمومي ډول د داسې یوه ګام پورته کول چې په هڅولو سره یې بل لوری هم ورته کار او ګام پورته کولو ته اړ ایستل کېږي، ترڅو له قانون سرغړونه وشي.
۲-۴-۴: د افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې له څانګې سره پر خپل وخت د هغو مېلمستیاو، بلنو او غیراصولي کړنو د جریان نه شریکول او پکې پاتې راتلل.»

کرکیټ بورډ وايي، چي د کرکیټ ملي لوبډلي لوبغاړي شفق الله شفق هم پر خپلو سرغړونو اقرار کړی او د افغانستان کرکیټ بورډ د فساد په وړاندي د مبارزې څانګي دغه سزا یې پر ځان منلې.

About ياران ټیم 3432 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.