Advertisements
سپورټ

شعیب ملک د نړیوال کرکټ پریښودو هوډ په ډاګه کړ

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او اوسنی الراونډر لوبغاړي شعیب ملک د خپل نړیوال ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو د پریښودو په اړه خبر ورکړی دی.

نوموړي ویلي په نړیوال کرکټ کې د اوسني حالت ښه لوبیدو ته په کتو سره به یې د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام وروستۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ وي.

الرونډر شعیب ملک چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د پخوانیو مشهورو او پیاوړو لوبغاړو سره یو ځای د کرکټ میدان ته راغلی؛ یوازینی لوبغاړی دی، چې تر دې مهاله په دغه لوبډله کې د یو مهم لوبغاړي په توګه پاتې شوی دی.

د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې دغه پخواني کپتان همدا راز ویلي، د اسټرالیا په کوربه توب د ۲۰۲۰ م کال د کرکټ ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالۍ به یې د پاکستان او خپل ځان لپاره وروستۍ نړیوالې د کرکټ سیالۍ وي.

ملک ویلي، اوس په دې غور کې دی، چې نور د نړیوال کرکټ څخه څنک ته شي او په لوبډله کې نویو لوبغاړو ته ځای پریږدي، خو د نوموړي مسلسل ښه لوبیدل او په لوبډله کې د یو مهم لوبغاړي د رول لوبولو څخه څنګ ته کیدل به د پاکستاني کرکټ بورډ لپاره د منلو وي یا نه، لا څه نه دي ویل شوي.

د یادونې وړ ده، چې د هند او پاکستان ترمنځ سیاسی کشمکشونو د کرکټ په ډګر کې د لوبغاړو ترمنځ هم فاصلې رامنځ ته کړې دي، خو دغه پاکستانی کرکټر د نور پاکستانیو لوبغاړو په نسبت د هندیو لوبغاړو سره هم ښې اړیکې ځکه لري، چې د هندوستان د ټینس لوبغاړې سانیه میرازا سره یې واده کړی دی او د دواړو هند او پاکستان ته تګ راتګ د نورو لوبغاړو په نسبت عادي خبره ده.

د یادونې وړ ده، چې د هند او پاکستان ترمنځ سیاسی کشمکشونو د کرکټ په ډګر کې د لوبغاړو ترمنځ هم فاصلې رامنځ ته کړې دي، خو دغه پاکستانی کرکټر د نور پاکستانیو لوبغاړو په نسبت د هندیو لوبغاړو سره هم ښې اړیکې ځکه لري، چې د هندوستان د ټینس لوبغاړې سانیه میرازا سره یې واده کړی دی

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی