د شري ناروغي؛ نښې نښانې او درملنه

ژباړه

د ماشومتوب دورې ساري وایروسي ناروغیو له ډلې ده، چې تبه، ټوخی، رېزش د سترګو اوښکې کول او د خولې په مخاطي غشا کې د Koplik spot’s نښې دي.
په پرمختللو هېوادونو کې چې واکسین په پراخه کچه کارول کېږي، یوه غېر معمول ناروغي ده او د ودې په حال کې هېوادونو کې تل په دوامدار ډول د اخته کېدو او د ماشومانو د مړینې لامل دی.

کلینیکي نښې نښانې؛

د ناروغۍ د استراحت دوره ۱۰ – ۱۲ ورځو پورې ده، چې د ۲ – ۴ ورځو پورې د تنفس شدید حالت سره پیل، چې د ستړیا احساس، وچ ټوخي او د پوزې د افرازاتو، اوښکو، د رڼا څخه وېرې (Conjunctivities) د سترګو شاوخوا پړسوب او د پوزې سوروالي او نس ناستې سره مله وي.
لوړه تبه ۴۰.۶ چې د ناروغۍ په دغه پړاو کې لا هم جلدي نښې څرګندې شوي، ممکن انفلونزا وپېژندل شي. د جلدي دانو Koplir. Spot’s چې د ناروغۍ په دویمه او درېیمه ورځ په مخ رامنځته او خړ یا سپین رنګه، چې د دانو له راڅرګندېدو وروسته په چټکۍ له منځه ځي. د اریتماتوز وصفي جلدي دانې، له خارښت پرته د ماکولو پاپولر په بڼه لومړی د غوږ شاته پیل مخ، غاړه، لاس او پښې نیسي، چې ناروغ دې پړاو کې سخت حالت تجربه کوي او په څلورمه ورځ راڅرګندې شوې دانې په له منځه تللو پیل کوي او نصواري رنګه لکې پر ځای پاتې کېږي.

درملنه؛

ځانګړې درملنه نشته او تقویتي درملنه، مایعات څښل د دېهایدرېشن په خاطر او پاراسیتامول/ ایبوبروفن د تبې ښکته کېدو او په تړمو اوبو حمام کول د درملنې لپاره توصیه کېږي او د salicylate څخه باید ډډه وشي. وېټامین اې دغه ناروغۍ کې ګټور او د مرګ ژوبلې او معیوبیت کچه ټيټوي. د دولس کلنۍ کم عمر لرونکو ماشومانو ته د ورځې یو ځل د دوو ورځو لپاره ۱۰۰۰۰IU وېټامين اې او د شپږو میاشتو کم عمره ته د ورځې یو ځل د دوو ورځو لپاره ۵۰۰۰۰ IU توصیه کېږي. همدارنګه ۲ – ۴ اونۍ وروسته درېیمه ورځ د وېټامین اې کمښت سره مخ ماشومانو ته توصیه کېږي. د اختلاط مخینې لرونکو ناروغانو کې د Ribovirin ګټه په وصفي ډول نه ده منل شوې.