سپورټ نړیوال کرکټ

شاپور ځدران له اوږده ځنډ وروسته لومړۍ ټېسټ لوبه کوي

ليکنه: سميع الله درانی

شاپور ځدران چې کابو دوه کاله کېږي، له کرکټ څخه لرې پاتې کړل شوی دی، اوس یو ځل بیا په ټېسټ لوبو کې د افغان لوبډلې برخه دی او د بنګله دېش خلاف یواځېنۍ ټېسټ لوبه کې د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د بالېنګ لپاره اخېستی دی.

شاپور ځدران چې ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې د افغانستان لپآره مخکښ وېکټ اخېستونکی بالر و، له هغې وروسته ورته د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې توجه کمه شوې وه.

په ۲۰۱۵ م کال پنځوس اوریز جام کې هغه ۱۳ وېکټې اخېستې وې او د سکاټلېنډ خلاف یې په خپلو شلو منډو جوړولو سره افغانستان ته بریا ورکړه.

په دې لوبه کې سمیع الله شینواري ۹۶ منډې کړې وې.

شاپور ځدران د افغانستان په سوداګریز لیګ کې په نه لوبېدو له نورعلي ځدران سره یو ځای په کرکټ بورډ اعتراض کړی و؛ د شاپور په وېنا دی رک روغ دی؛ خو کرکټ بورډ بیا ویلي وو، چې ځدران درست فېټنېس نه لري؛ نو ځکه له لوبډلې لرې پاتې شوی دی.

کیڼ لاسی بالر ځدران په ۲۰۱۸ م کال کې هم د ایرلېنډ خلاف لوبه کې ولوبېد؛ خو وټکېد او بیا له هغې وروسته په لوبډله کې بیخي نه و اخېستل شوی.

هغه اوس بیا په ټېسټ لوبه کې شامل شوی دی؛ خو دا چې وخت به ورته ورکړل شي او کنه، هغه یو بیل اړخ دی، که په یوولس کسیز سکواډ کې واخېستل شي او بالېنګ وکړي؛ وبه ازمایل شي چې ایا توپ اچونه یې اوس هم د پخوا په څېر ښه ده کنه؟

نوموړی په لوبډله کې خپل اخېستل ښه بولي او د هغه مرورتیا ته د پخلا کېدو یو مثبت ګام هم دی.

د شاپور ځدران اخېستل څه دلیل لري؟

مونږ په دنیایي چارو کې دا متل ډېر کوو، چې پلانکی تر مطلبه پورې یار دی، چې مطلب یې پوره شي بیا د چا کیسه کې نه وي؛ نو ډېره پورې د شاه پورځدران مسئله هم همداسې یو مثال لري.

شاپور ځدران ځکه اخېستل شوی، چې افغانستان سره د فسټ بالېنګ کمښت دی، حمید حسن پخه نړیوال جام کې د فېټنېس بشپړه ستونزه درلوده او تقاعد شو، افتاب عالم باندې بندیز ولګېد، په تېر کې د وفادارمومند روغتیا کرکټ بورډ درسته نه وه ګڼلې، یمین احمدزی هم ډېر نه اخېستل کېده او شاپورځدران هم شاته غورځول شوی و؛ خو د افتاب عالم د بندیز، د حمید حسن له تقاعدو او د دولت نه اخېستلو شاپورځدران ته موقع په لاس ورکړه او کرکټ بورډ هم مجبور شو، چې دی لوبه کې شامل کړي.

نو د شاپور د اخېستلو لوی علت د فسټ بالرانو بلل کېدای شي.

که یو لوري ته زړو لوبغاړو ته د لوبېدو چانس کم شوی، بل پلو که ځوان لوبغاړو ته چانس ورنه کړل شي؛ افغان لوبډله به لا د چټکې توپ اچونې له نشتون سره مخ شي؛ لکه اوس یې مونږ ګورو چې افغان لوبډله ټاپ فسټ بالېنګ نه لري، په نړیوال جام کې مو د پاکستان خلاف لوبه د چټک بالېنګ نشتون له امله وبایلله.

په نړیوال جام کې زمونږ ډېره تکیه په سپېن بالېنګ وه؛ یواځې مجیب او نبي بالېنګ برخه کې ښه وو او راشدخان بیا سخت وټکېده، که مونږ سره د هند، نیوزیلېنډ، انګلستان او یا هم پاکستان په څېر فسټ بالېنګ وای؛ نړیوال جام کې مو کولای شوای چې لوبډلې ماتې کړو.

د افغانستان کورنی کرکټ او اغېز یې

اوس تازه د ولایتي سیالیو لپاره لوبډلې جوړې شوې، چې ننګرهار پکې اتلولي یوړه، ننګرهار لوبډله کې ولي اغا او فرهاد مومند په فسټ بالېنګ کې خورا ښه وځلېدل، کابل لوبډله کې نجات مسعود خورا مثبته توپ اچونه وکړه.

په کندهار، هرات، پکتیا او خوست کې هم ښه فسټ بالران وو، که له هرو دوو لوبډلو غوره چټک بالران راواخېستل شي او ایمرجېنګ او یا هم ملي لوبډله کې چانس ورکړل شي، کولای شي مثبت رول ولوبوي.

د شا پور ځدران لومړۍ ټېسټ لوبه

د شاپورځدران دا لومړۍ ټېسټ لوبه ده، چې ترسره کوي یې، دا د افغانستان دریمه رسمي ټېسټ لوبه ده، چې بخت پکې ازمایي، له هندوستان څخه افغانستان ماته وخوړه، له ایرلېنډ څخه یې وګټله او د بنګله دېش خلاف کابو ۱۱ ورځې وروسته سپټمبر په ۵ مه نېټه ټېسټ لوبه پیلوي.

افغانستان په ۲۰۱۸ م کال کې د ټېسټ لوبو بشپړ غړیتوب د کرکټ نړیوالې شورا څخه ترلاسه کړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی