شاهین: ستونزې به حل کېږي او افغانستان به د سیالانو سیال وي

د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان ا.ا له لوري ټاکل شوی استازی سهیل شاهین وایي چې په هېواد کې د اسلامي نظام تر رامنځته کېدو او د ازادۍ تر اخیستلو وروسته د دوی لومړیتوب ولس ته خدمت او د اقتصادي سونزو حل دی.

نوموړي زیاته کړې ده چې دوی هڅه کوي له دې وروسته په هېواد کې موجوده اقتصادي ستونزې حل کړي او خلکو ته څنګه چې لازمه ده خدمات وړاندې کړي.

شاهین ټینګار کړی دی چې ا.ا به تر وروستي حده هڅه وکړي چې هېواد د امن، اقتصاد، تعلیم او پرمختګ په ډګر کې د سیالانو سیال کړي.

هیره دې نه وي چې د افغانستان ا.ا سهیل شاهین د ملګرو ملتونو لپاره د خپل استازي په توګه ټاکلی دی خو ملګرو ملتونو تر اوسه پورې پر یاده څوکۍ د نوموړي ټاکنه تایید کړې نه ده.

په ورته وخت کې په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر راتلونکو دریو ورځو پورې د افغانستان په اړه د یوې ناستې خبر ورکړی دی د افغانستان ا.ا د یادې ناستې هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې نړۍ باید د افغانستان موجود واقعیتونه درک کړي.

د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې نړۍ باید له افغانستان سره مناسب تعامل وکړي او د اړیکو رغولو ته رامخته شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په یاده ناسته کې به په افغانستان کې د بشري حقونو وروستی وضعیت، بشردوستانه مرستې او ځینې نور مهم موارد تر بحث لاندې ونیول شي او تمه شته چې ښې پایلې ولري.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو په وار وار په افغانستان کې اوسنی بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له دغه هېواد سره یې پر بشري مرستو ټینګار کړی دی.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله