مارچ 8, 2021

شاهین آسمايي فوټبال لوبډلي هم پایلوبي ته لاره پیداکړه.

Advertisements

لیکنه: صابرحمیدي
د افغانستان فوټبال غوره لیګ اتم پړاو په سیالیو کي پرون جمعه دوهمه نیمه پایلوبه د شاهین آسمايي او سېمرغ البرز لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي شاهین آسمايي ـ سېمرغ البرز ته سخته ماته ورکړه او پایلوبي ته ئې لاره پيداکړه.
په پرونۍ لوبه کي شاهین آسمايي ۴ ګولونه پر ۰ سېمرغ البرز ته سخته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د شاهین آسمايي لپاره درې ګولوهني روف قادري په ۳۴مه، ۴۶تمه او ۴۹تمه دقیقه کي او دوې ګولوهني بیا مصطفی افشار په ۷۲یمه او ۹۰یمه دقیقه کي ترسره کړې.

د دې سیالي غوره لوبغاړی روف قادري وټاکل سو.

د پنجشنبې په ورځ بیا د دې سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه د طوفان هریرود او سپين غر بازانو ترمنځ ترسره سوه، چي طوفان هریرود ۲ ګولونه پر ۰ سپين غربازانو ته ماته ورکړه.

اوس د افغان فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالیو پایلوبه شاهین آسمايي او طوفان هریرود فوټبال لوبډلي ترسره کوي.
دا دوه ټیمونه به راتلونکې جمعې ورځ یو د بل په وړاندي پایلوبه ترسره کړي.
دا ټورنمنټ یوه میاشت مخکي د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کي د اتو لوبډلو، شاهین آسمايي، طوفان هریرود، سېمرغ البرز، سپين غربازان، میوند اتلان، موجهای آمو، عقاباند هندوکش او اباسین څپې ترمنځ پيل سو.
دا اته لوبډلي لومړی په دوو ګروپونو، چي په لومړي ګروپ کي طوفان هریرود، میوند اتلان، سېمرغ البرز او موجهای آمو او په دوهم ګروپ کي بیا شاهین آسمايي، سپين غر بازان، عقابان هندوکش او اباسین څپې یو د بل په وړاندي میدان ته کښته سوې.
د لومړي ګروپ څخه طوفان هریرود او سېمرغ البرز، خو د دوهم ګروپ څخه بیا شاهین آسمايي او سپين غربازانو دوهم پړاو ته لاره پیداکړه.
په دوهم پړاو کي طوفان ـ سپین غر ته او شاهین آسمايي بیا سېمرغ البرز ته په ماتي ورکولو سره پایلوبي ته لاره پيداکړه.
د افغان غوره لیګ په سیالیو کي ډېر شاهین آسمايي لومړی مقام خپل کړی.
په دې لیګ کي شاهین آسمايي ۴ ځلي، طوفان هریرود ۲ ځلي او سپین غر بازانو بیا یو ځلي اتلولي خپله کړې.

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ