سپورټ نړیوال کرکټ

شاهد افریدي خپل د خوښي لوبغاړي په ډاګه کړل.

لیکنه:بهار سمسور

د پاکستان پخوانی لوبډلمشر پښتون الرونډر وایي په اوسني عصر کې غوره لوبغاړي توپ وهونکي دي،چې ښه لوبیږي. نوموړي په ټوېټر کې د اسک لالا پوښتنیز جریان کې دا پوښتنه ځواب کړې ده.

له نوموړي وپوښتل شول؛دا وخت کوم یو ښه لوبغاړی دی،چې ستا یې لوبه خوښیږي؟


افریدي وایي:” دا وخت هندی لوبډلمشر ویرات کوهلي ښه لوبډلمشر او لوبغاړی دی،خو په توپ وهنه کې لومړی بابر اعظم،دوهم سټیون سمېت او دریم انګلستانی ټېسټ لوبډل مشر جي رووت دی، چې ښه کریکټ کوي.”


افریدي زیاته کړې،بابر اعظم یو بهترین او د خاص انداز توپ وهونکی دی،جي رووټ بیا غښتلی لوبډلمشر او توپ وهونکی دی،خو سمېت بیا څومره چې وستایې کم دي، ځکه هغه په سختو حالاتو کې بیا کریکټ ته راغی، اما خپل اصلي استعداد یې چې له پخوا ثابت و لا هم دوام یې ورکړ.

افریدي دا خبرې د پاکستان کورنۍ لوبو قید اعظم ټراپي د پرانیستې مراسمو سره هم مهاله کړي دي.

افریدي وروسته له هغې چې د هند له خوا په ګډ کشمیر کې د لاس وهنې ګام واخیستل شو ویلي و؛ دی د ضرورت پر وخت د کشمیر له خلکو سره د همکارۍ او وطن دوستۍ پر بنا هر ډول قربانۍ ته حاضر دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی