شاهدالله کمال د سریلانکایي لوبډلمشر د سلیزې ځواب په سلیزه ورکړ.

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ليکنه: سمیع الله درانی
د اسیا ایمرجېنګ جام سیالۍ چې د نومبر په ۱۴ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د اته اسیایي لوبډلو په ګډون په دوه الف او بې ګروپونو کې پیل شوې وې، افغان لوبډله پکې نیمه پایلوبې ته ورسېده.
دې ټورنمنټ کې ټولې ۱۵ سیالۍ کېږي، چې ۱۲ یې ترسره شوي دي او ۳ یې پاتې دي، په درې پاتې سیالیو کې دوه نیمه پایلوبې او یوه پایلوبه ده.
افغان لوبډلې په دوو بریاوو او یوې ماتې سره ۴ نومرې ترلاسه کړې، لومړۍ لوبه یې پاکستان ته وبایلله او ورپسې یې عمان او سریلانکا ته ماتې ورکړې او دوهمې نیمه پایلوبې ته یې لار پېدا کړه.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ دویم پړاو ته د تګ لوبه
د اسیا ایمرجېنګ یا ځوانانو لوبډلو ترمنځ لسمه لوبه د بنګله دېش په شېخ کمال لوبغالي کې ترسره شوه، افغان لوبډلمشر سمیع الله شینواري د لوبې ټاس وګاټه او توپ اچونه یې غوره کړه.
سریلانکا په ۴۹ اعشاریه ۵ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبډلمشر چارېت اسلانکا د ۱۰۰ منډو، د کامېنډو مېنډس د ۶۳ منډو او د مېنود بانوکا د ۴۲ منډو په مرسته ۲۳۸ منډې وکړې.
یوسف ځاځي دوه، عظمت الله عمرزي او عبدالواسع درې، درې وېکټې ترلاسه کړې.
افغان لوبډلې دا هدف په ۴۴ اعشاریه ۵ اورونوکې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره د عبدالمالک د ۴۷ سوځېدلو منډو، د شاهدالله کمال د ۱۰۲ ناسوځېدلو منډو او د دروېش رسولي د ۶۱ منډو پرمټ پوره کړ او سریلانکا ته یې په ۷ وېکټو ستره ماته ورکړه.

دروېش رسولي او شاهد الله کمال په دریمه وېکټ ۱۱۹ منډې ملګرتیا وکړه.
شاهد کمال د کمال لوبه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړی هم وپېژندل شو.
د ایمرجېنګ اسیا جام نیمه پایلوبې

لومړۍ نیمه پایلوبه د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۲۰ مه نېټه د پاکستان او هندوستان ترمنځ کېږي.
دویمه نیمه پایلوبه د پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۲۱ مه نېټه د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ کېږي.
پایلوبه بیا د نومبرپه ۲۳ مه د شنبې په ورځ د نیمه پایلوبو د دوو ګټونکو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.