سیګار: د پخواني پوځ سرتېري له طالبانو او داعش سره یو ځای شوي

د افغانستان لپاره د امریکا د څار ادارې/سیګار، په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان پوځ پخواني سرتېري د طالبان سره یو ځای شوي دي.

سیګار د یکشنبې ورځې – چنګاښ پنځمه په خپور کړي راپور کې راغلي، چې د غو سرتېرو یو شمېر یې ممکن د خپلو شخصي ګټو لپاره د طالبانو سره یو ځای شوي وي.

همدارنګه سیګار د امریګا د دفاعي خبري اژانس له قول ادعا کړې، چې د پخواني پوځ یو شمېر یې د طالبانو مخالفو ډلو لکه د داعش خراسان ډلې او ملي مقاومت جبهه چې په څو لایتونو کې فعالیت لري، يو ځای شوي دي.

د راپور پر بنسټ، ځینې امنیتي ځواکونه د ځان او کورنیو د خونديتوب لپاره، ګاونډیو هېواد ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سیګار څو میاشتې وړاندې راپور ورکړی و چې د افغانستان پخوانۍ کمانډو ځواک د ملي مقاومت جبهې سره یو ځای شوې ده.

هغه وخت علي مېثم د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول، دا راپور تایید او ویلي و چې د پخواني پوځ سرتېري د دغه جبهې د ملا تیر دي.