سیګار: تېره شل کلنه جګړه کې؛ ۱۱۴ زره افغانان او ۳۵۸۷ بهرنیان وژل شوي دي

د افغانستان پر بیارغونه د څار امریکایي ادارې (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې ۱۱۴ زره افغانان او ۳۵۸۷ بهرنیان وژل شوي دي.

د یادې ادارې په راپور کې راغلي چې په تېره شل کلنه جګړه کې د ۶۶ زرو په شاوخوا کې د تېر جمهوري نظام پوځیان او لږ تر لږه ۴۸ زره عام وګړي وژل شوي دي.

د سیګار په خبره، په همدې موده کې تر ۷۵ زرو پورې افغان ملکيان ټپيان شوي هم دي.

راپور کاږي چې په همدې شل کلنه جګړه کې د ۲۴۴۳ امریکایي عسکرو په ګډون ۳۵۸۷ بهرني پوځیان هم وژل شوي دي.

سیګار دا راپور وروسته تر هغه ورکوي چې د امریکایي پوځیانو تر وتلو وروسته واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم د ا.ا.ا افغان جګړه پای ته رسېدلې وبلله او عمومي عفوه یې اعلان کړه.

په ورته وخت کې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې خبریال د هلمند له سنګین څخه په تازه یو رپوټ کې وایي چې سنګین د افغانستان په کچه هغه ولسوالي ده چې جګړې یې هر کور او کلي ته زیان رسولی دی.

ورځپاڼه وایي دلته هر کس او سیمه د سختې جګړې او قربانۍ کیسې لري او باید ددغه ولسوالۍ د خلکو ژوند او هوسایی لپاره حکومت او نړیواله ټولنه جدي همکاري وکړي.

About هوسۍ لؤنګ 873 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله