مارچ 7, 2021

سیګار:پوځ ته ۳ میاشتو کې د ۸۴ میلیونو ډالرو تجهیزات اخیستل شوي

Advertisements

سیګار په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې تېر کال د اګسټ له ۳۱مې بیا د اکټوبر تر ۳۱مې امریکایي لوري افغان ځواکونو ته د ۸۴،۱ ډالرو په ارزښت نظامي وسایل او وسایط اخیستي دي.
په دې کې ۲۱۷ هاموې ټانکونه هم شامل دي چې بیه یې ۵۱،۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
سیګار وایي چې امریکا له ۲۰۰۵ز کال تر ۲۰۱۸ز کال پورې د افغان پوځ پر تجهیز او روزنه ۱۲،۶ میلیارده ډالر لګولي دي.
سیګار زیاتوي چې افغان پوځ لا هم روزنې، تجهیز او ملاتړ ته اړتیا لري او امریکایي لوری په دې برخه کې ژمنې او هوکړې لري.
سیګار داسې مهال دا راپور خپروي چې په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرې تودې روانې دي.
بل لورته امریکا وایي تر دې دمه یې په افغانستان کې د سرتېرو پر کمولو یا ډېرولو فکر نه دی کړی.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په تازه خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی په افغانستان کې او عراق کې وضعیت ارزوي او د سرتېرو د حضور، ډېرولو یا کمولو په اړه به تر خپلې ارزونې وروسته پرېکړه کوي.
د کربي په خبره تر دې دمه په افغانستان کې د سرتېرو پر کمولو یا ډېرولو هم کوم فکر نه دی شوی.
د امریکا ددفاع وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې دوی به د افغانستان د وضعیت هر اړخیزه ارزونه کوي او بیا به د خپل حضور په اړه پرېکړه کوي.
خو راپورونه وایي امریکايي حکومت اوس په دې باور دی چې طالبانو په ډېرو مواردو کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، نو ښایي پر خپله تګلاره کې بدلون راولي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ