سیاسي بدلونونه او پر ګډ ژوند یې اغېز

سیاسي او اقتصادي حالات هرومرو پر کورنیز ژوند اغېز پرېباسي؛ خو دا اغېز باید تر ډېره مهار شي.
تر هغو یې مهارولو کې هڅه او هاند وشي چې له مستقیم والي څخه لار چپه او نامستقیم والي ته واوړي.
یانې هر هغه خوښۍ چې په یوه کورنۍ موجودې وي باید د حالاتو د بدلون قرباني نشي. بلکې حالات د خوښیو قرباني شي.
که چېرې هر ځل د ټولنیزو حالاتو له بدلون سره کورنۍ خوښۍ ولړزېږي, دا چاره بیا داسې کېږي لکه زموږ دا مشهوره کیسه : ( یو سړی پروت و پر سینه یې مار تېر شو . مار چې لاړه سړی راپورته شو, په ژړا یې پیل وکړ. دا بل کس مخ ورواړوه وی وخو یې نه چیچلې, ژاړې ولې؟
سړي ورته کړل: که یې چیچلی وم د یوې ورځې به وم کار به خلاص و. دا خو راباندې تېر شو, اموخته کېږي هره ورځ به تېرېږي).
نو خبره دا ده چې دې مسایلو کې باید خاوند پر مېرمن او مېرمن پر خاوند د ملامتۍ دروند بار وانه چوي. خواوې سره بدې نه کړي. یو بل نه, حالات باید وزغمي.
لوږه, تنده, بېکاري او ناچاري چې کله پر ټولو خلکو حاکمه شوه, بیا نو څوک دې یو له بله په کور دنننه ګیله نه کوي.
خاوند ته پکار ده چې غوسه او خپګان ونه کړي. مېرمن باید د خاوند زړه وساتي, حوصله ونه بایلي. د واده مانا دا نه ده چې که پیسې وې سره خوشحاله به یو, که نه وې بیا نو ګذاره نه کېږي.
شتمني مهمه ده؛ خو دومره نه ده چې دوه زړونه سره جلا کړي, یو ودان کور ونړوي یا مین زړونه سره مات کړي.
یوه جوړه باید داسې حالاتو کې یو بل ته من من مینه او درناوی وکړي.
هغه کورنۍ چې د خاوند او مېرمن تر مینځ پر مینه ولاړه وي, هغه هېڅ ډول حالات نشي لړزولی؛ ځکه دوی مینه وېشي, مینه خوري او مینه څښي.
لوږه د خوړو لوږه نه وي, لوږه خو اصلاً د مینې او درناوي وي. د خوړو لوږه په زکات او خیرات لرې کېدی شي.
د مینې تنده او لوږه د نړۍ هېڅ ډول شتمني نشي لرې کولی. د دې لوږې لرې کولو لپاره یو انسان ته اړتیا وي. او چې کله دا انسان چا سره وي او منطق پر کار واچوي, بیا به هره ستونزه یو بل سره اوږه په اوږه حلوي.