سږکال په افغانستان کې سلګونه زره کسان له خپلو مېنو بې‌ ځایه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي ۲۰۲۱م کال چې نن ‌یې وروستۍ ورځ ده، د زیاتو افغان وګړو لپاره له کړاوه ډک و.

دغه سازمان ویلي، په دې کال په سلګونو زره نوي کسان له خپلو مېنو بې ‌ځایه شول او تر یو ملیون زیات نور بیا له نورو هېوادونو بېرته افغانستان ته اخراج کړای شول.

د کډوالۍ نړیوال سازمان له مرستندویانو یې په افغانستان کې د ملیونونو افغانانو د بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره د څه کم ۱۵۸ ملیون ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده.

ملګري ملتونه وايي پر افغانستان د طا لبانو تر واکمنېدو مخکې هم د افغانستان امنیتي وضعیت ناوړه و چې تر جولای میاشتې تر دوه‌نیم سوه زره ډېرو کسانو خپلې مېنې پرېښې وې چې ورسره د ټولو بې‌ځایه شویو کسانو شمېر درې نیم ملیون کسانو ته ورسېد.

د کډوالۍ نړیوال سازمان مشر، انتونیو ویتورینو تېره میلادي میاشت خبرداری ورکړی و چې دوامداره شخړې، سختې بې‌وزلۍ او ناوړه اقلیمي شرایطو افغانستان د پاشلتیا خوا ته برابر کړی دی.

About عاقله اسد 1171 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله