سچېن ټېنډولکر د اسټرالیا اورځپلو لپاره مرسته راټولوي.

سچېن ټېنډولکر، چې د کرکټ په نړۍ کې نه هېرېدونکې څېره بلل کېږي، د ۲۰۲۰م د فبروري په ۸ مه د دوو هغو لوبډلو په منځ کې د یوې لوبډلې روزونکی ټاکل شوی، چې د اسټرالیا وحشي اورځپلو ته د مرستې او اسټرالیایي ډالرو راټولولو په موخه لوبه کوي.
دا لوبه چې د بوش فایر فنډ رایزېنګ نوم ورکړل شوی (د اسټرالیا اورځپلو ته) د مرستې راټولولو لوبه؛ د فبروري په ۸ مه د دوو لوبډلو ترمنځ په مېلبورن کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
مېلبورن کرکټ لوبغالی د نړۍ یو ستر لوبغالی دی، چې شا او خوا سل زره ننداره‌کوونکي پکې ځاېيږي.
په دې لوبه کې یوه لوري ته د اسټرالیا پخواني لوبغاړي دي او بل لوري ته هم پیاوړي لوبغاړي شته دي.
د کرېک اېنفو وېبپاڼې بیا لیکلي، چې دغو لوبغاړو به د بېګ باش لیګ د لوبډلو لباسونه پرتن کړي وي.
د یوې لوبډلې روزونکی به هندی د سلو سلیزو پاچا سچېن ټېنډولکر وي او د بلې لوبډلې روزونکی به ویسټ اندیزی پخوانی لوبغاړی کورټني والش وي.
په یوه لوبډله کې ریکي پونټېنګ، ډېوېډ وارنر، جسټېن لېنګر، اډم ګېل کرېسټ، برېټلي، شېن واټسن، الېکس بلېک وېل او مېچل کلارک شامل دي. په بله لوبډله کې هم شېن وارن لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
په اسټرالیا کې لومړی د نیو ساوت ویلز ایالت وحشي اور سخت وځپه او اوس تازه پکې ګردجن توپانونونه لګېدلي دي.
د دوشنبې په ورځ د جنوري په ۲۰ مه پکې بیا واورین او باراني توپانونه رالوتلي وو، چې ونې یې له بیخه راویستي، مارکېټونه او کورونه یې نړولي دي.
د بسپنې راټولولو لوبه
د فبروري په ۸ مه د بېګ باش لیګ پایلوبه هم ترسره کېږي.
د مرستې راټولولو په لوبه کې بالر ته په یوه وېکټ اخېستلو سره زر اسټرالیایي ډالر ورکول کېږي او توپ‌وهونکي ته بیا د شپږیزې په وهلو سره زر اسټرالیایي ډالر ورکول کېږي، چې دغه راټول رقم بیا اورځپلو او طوفان‌ځپلو ته ورکول کېږي.