Advertisements
سپورټ کورنی کرکټ

سپین غر لوبډله په شپږیزه لیګ کې د بهر کېدو په درشل کې ده.

سمیع الله درانی

شپږیزه کرکټ لیګ کې هره لوبډله په لومړي پړاو کې پنځه لوبې کوي، چې لومړي پړاو کې باید یوه لوبډله درې لوبې وګټي او شپږ نومرو سره دوهم پړاو ته لاړه شي.

سپین غر په څلورو لوبو کې یوه ګټلې او درې یې بایللي دي، د یکشنبې په ماسپښین سپین غر پړانګان لوبډله له بُست ساتونکو لوبډلې سره د شپږیزې ۱۳ مه لوبه کوي.

که سپین غر دغه لوبه په خورا ستر توپیر وګټي او نورې لوبډلې لوبې وبایلي، بیا به سپین غر په نېټ رن رېټ او قسمتونو دوهم پړاو ته وځي؛ خو باید ووایو چې سپین غر لوبډله ۹۵ سلنه له شپږیزې لیګ بهر ده.

اصغر افغان لوبډلې کابل بازان ۶ نومرې لري، ۴ لوبوکې یې درې ګټلي، دې لوبډلې دوهم پړاو ته غوراوی کړی دی.

امو نهنګانو، مس عېنک اتلانو او بند امیر ښامارانو دوه، دوه لوبې ګټلي دي، که دا لوبډلې یوه ، یوه لوبه بله وګټي؛ نو دوهم پړاو ته لاره پېدا کوي، بُست او سپین غر بیا بهر کېږي.

له شپږو لوبډلو دوه لوبډلې له سیالیو په لومړي پړاو کې بهر کېږي او څلور لوبډلې دوهم پړاو ته لار پېدا کوي.

بُست درې لوبو کې یوه ګټلې او دوه یې بایللي دي، که راتلونکې دواړه لوبې وګټي، امو، بند امیر او مِس عېنک راتلونکې لوبې وبایلي؛ بیا نو بُست موقع مومي چې دوهم پړاو ته لاړه شي.

نو که د لوبډلو دې حالت ته وګورو سپین غر لوبډله د بهر کېدو په درشل کې ګورو او له کمره څخه ځوړنده ده.

سپین ونه توانېده، چې د دوهم ځل لپاره له کم ټارګېټ یا هدف دفاع وکړي.

سپین غر پړانګانو لوبډلې د پنجشنبې په ورځ د کابل بازانو لوبډلې ۱۳۰ منډې هدف پوره نه شو کړای او د شنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۲ مه نېټه یې د بند امیر پر وړاندې ۱۴۵ منډې هدف پوره نشو کړای.

د توپ وهنې برخه کې د سپین غر لوبډلې توپ وهونکي ؛ تر نورو ډېر پیاوړي دي؛ خو ډېری کرکټ مینوال او د سپین غر لوبډلې خواخوږي، وایي د سپین غر په تنظیم او د لوبغاړو په همغږۍ کې ستره ستونزه شته.

بل پلو د سپین غر لوبډلې لوبډلمشر شفیق الله شفق د لوبې په وروستیو کې پړه پر لوبغاړو واچوله، چې لوبغاړو ته روزونکی یو ډول پلان ورکړي او لوبغاړي هغه نه عملي کوي؛ نو ځکه ماته خوري.

بند امیر له سپین غر څخه لوبه په ۱۵ منډو وګټله، نجیب ترکي په ۳۰ توپونو ۴۱ منډې وکړې، مجیب بیا د بند امیر لپاره په څلورو اورونوکې ۱۲ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخېستې، ده یو اوور مېډن هم کړ، مجیب د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

یکشنبه سهار مِس عېنک اتلان د کابل بازان لوبډلې پر وړاندې لوبېږي او ماسپښین مهال بیا سپین ټایګرز د بُست ساتونکو لوبډلې خلاف لوبه کوي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی