ساینس او ټیکنالوژي مخکښان

سټېفن هاوکنګ څوک و؟

سټېفن هاوکنګ د نن څخه ۷۶ کاله وړاندې د ۱۹۴۲ زيږيديز کال د جون د مياشتې په اتمه د انګلستان د اکسفورډ ښار کې وزېږېد، خپل ماشومتوب او د ښوونځي لومړني کلونه يې هملته تېر کړل او له همغه وخت نه يې د رياضياتو سره بې کچې مينه وه او دا يې هيله وه چې لوی ساینسپوه شي.

نوموړی په ښوونځي کې خودسره، شوخ او د خراب ليک درلوددونکي زده کونکی و او هېڅکله به يې د ښوونځي په مقيدو کتابونو بسنه نه کوله، بلکې د مطالعې او څېړنې سره د ژورې مينې په درلودو سره ډول ډول او هر اړخيز کتابونه لوستل.

نوموړي په خپلې ژورې مطالعې سره تل د ښوونځيو په کتابونو کې ستونزې په ګوته کولې او ښوونکو څخه به يې وضاحت غوښته.

د سټېفن پلار او مور د يو متوسطې کورنۍ څخه و او عادي ژوند يې درلود، د سټېفن پلار دا درک کړې وه چې اولادونه يې د مطالعې سره بې سارې مينه لري، نو ځکه يې سټېفن او نورې کورنۍ ته په خپل کور کې کتابتون برار کړی و.

د سټېفن پلار فرانک ډاکټر و، نوموړي هغه وخت په افريقايي ګرمو سيمو کې د ناروغيو متخصص پاتې شوی و او د خپل ژوند ډېره برخه يې هلته تېروله، سټېفن او نورې کورنۍ يې دا احساس کوه چې ګواکې ټول پلرونه به همداسې وي. پلار يې د هماغه مرغه پشان چې د اوړي په موسم کې د خوراکي توکو او اذوقې لپاره له کوره وځي او په ژمي کې بېرته خپل کور او بچو ته راستنېږي؛ و. د سټېفن پلار د خپلو اولادونو روزنې ته دومره وخت نه درلود او دا دې لامل ګرځېدلی و چې سټېفن د خپل پلار په غيابت کې په خپل نفس يې د اعتماد کچه لا ډېره شي او غښتلی شي.

سټېفن په ۱۷ کلنۍ کې په طبيعي علومو برخه کې د پوهنتون يون پيل کړ او له هماغه وخته يې د ستورو پېژندنې او فيزيک سره ډېره مينه لرله. دا نو د شپېتمې لسيزې د فضايي کشف طلايي دوره وه، هغه دوره چې فضانوردانو پکې سپوږمۍ ته لومړنی بريالی يون ترسره کړ او همدغو زړه راښکونکو پېښو د ځوانانو پام ځان ته جلب کړی و. همدارنګه هاوکنګ له ماشومتوبه په دغو برخو کې مطالعه او مينه لرله، چې همدې لاسته راوړنو دی، دې ته نور هم وهڅوه چې خپلې څېړنې ډېرې او ګړندۍ کړي.

سټیفن د کالج هغه مهال چې د کالج زده کوونکی و

سټېفن د پوهنتون دوره په برياليتوب سره پای ته ورسوله او دې ته چمتو شې چې خپله ماسټري او دوکتورا پيل کړي، خو …

خو هغه د ۱۹۶۳ کال په پيل کې چې د ۲۱ کلن و، د خپلو لاسونو او پښو په عضلو کې يې يو ډول ناراحتي احساس کړه، همغه و چې نوموړی اړ شو چې روغتون ته مراجعه وکړي، وروسته د معايناتو څخه دا جوته شوه چې سټېفن د ALS په نامه نا علاجه ناروغۍ اخته دی. اې اېل سي داسې بدمرغه ناورغي ده چې د نخاع، مغز او عصبي سيستم ځينې برخې تر حملې لاندې راولي، د وخت په تېرېدو سره د عصبي سيستم د کمزورۍ او فلج لامل ګرځي.
معمولا د دې ناروغۍ ناروغان ډېر وخت ژوندي نه پاتې کېږي،چې ډاکترانو سټېفن ته د دو کلونو د ژوندي پاتې کېدلو موده ټاکلې وه.

سټېفن ناهيلی و، خپل خوبونه او هيلې يې په اوبو کې لاهو ليدلې.

هغه پخوانی سټېفن نه و چې د فيزيک په برخه کې به يې ستونزمن فورمولونه حلول او څېړنې به يې کولې، هغه په بشپړ ډول خپل امېد له لاسه ورکړ او پرته له دې يې کومه بله لاره نه درلوده چې د خونې په کونج کې کښېني او د خپل مرګ شپې او ورځې وشمېري.

په پوهنتون کې يې يو خونه درلوده، هلته ولاړ او يوازيتوب يې غوره کړ، په فکرونو کې ډوب شو، په ساعتونو ساعتونو بې حرکته پاتې شو.

وروسته يې خپله داسې بيان کړی: په همغه شپه مې خوب وليده چې په اعدام محکوم شوی يم او د حکم د اجرا لپاره يې روان کړی يم او همغه و احساس مې وکړ چې د ژونده هره شېبه څومره ارزښتمنه ده.

سټیفن هاوکینګ او میرمن یې جین ویلډ

وروسته له ناورغۍ څخه مې ياد ته راغلل چې زما چپرکټ ته مخامخ يو بل ناروغ ځوان و، هغه ځوان د وينې سرطان درلود او د ډېر درد له وجې يې چيغې وهلې.

خپل ځان ته مې ډاډ ورکړ او ومې ويل حداقل دا ناعلاجه ناورغي خو مې دومره نه ده چې د درد احساس ترې وکړم.

نقاد او عجيب طبيعت مې هېڅ څه په اسانۍ سره نه منل او ځان سره به مې ويل څه باور شته چې ډاکتران دې دورغ ونه وايي، په طب او ډاکترانو مې باور نه درلود؛ کتابونو کې هم سترې سترې تېروتنې کېږي او ډېری وخت دروغ پکې راوړل کېږي!

خلکو به د اې اېل اس ناروغۍ په هکله ډول ډول پوښتنه کولې، هغوی ته به مې ويل: زما ځواب اوږد نه دی او نه غواړم سر مو په درد کړم، هڅه مې دا ده چې يو عادي ژوند ولرم او د خپلې ناروغۍ په اړه فکر ونه کړم.

وروسته له دې چې د روغتون څخه رخصت شوم، ډاکترانو راته وويل چې لاړشه خپل پوهنتون ته او څېړنو ته دې دوام ورکړه.

فکر مې وکړ که دغه دی ژوند مې دوام ومومي نو زه به څه کوم؟

د ژوند لومړيتوبونه به مه څه وي؟

دا هوډ مې وکړ چې خپل باقي ژوند خلکو ته په خدمت کې تېر کړم، چې له دې کارونو ورسته به بيا مرګ راته ښه وي.

په عجيب ډول مې احساس وکړ چې مخکې له دې چې ناروغي مې څرګنده شي، د هغې په پرتله اوس ډېر د خوښۍ احساس لرم.

له هغې وروسته مې خپلو څېړنو کې پرمختګ وکړ او له يو انجلۍ سره چې مخکې له ناروغۍ نه ورسره اشنا شوی وم، نامزد شوم. په دې کار سره مې ژوند په بشپړ ډول بدلون ومونده او د ژوند کولو ميل مې په ځان کې پيدا کړ، خو زه اړ وم چې بايد کار وکړم ترڅو د واده او د ژوند د دوام لپاره ځان ته زمينه برابره کړی شم. هماغه و چې وتوانېدم يو څېړنيز بورس ترلاسه کړم او څو مياشتې وروسته مې واده وکړ.

په کومو وختونو کې مې چې ناروغۍ پرمختګ کوه، نو همدغه وخت و چې زه د فزيک په څېړنو کې هم شهرت ته ورسېدم.

ناروغي مې د دې لامل وګرځېده چې زه دې تدريس او ويناوې بس کړم او خپل کارونه مې يوازې څېړنې ته محدود کړم.

په وروستيو کلونو کې د سټېفن ناروغي دومره ژوره شوه چې دی يې د ويلچر څوکۍ ته اړ کړ. دغه کلونه د سټېفن لپاره ډېر سوتنزمن و، ځکه دی اړ و چې د کور، مېرمنې او درې اولادونو مصرف هم وګالي.

هاوکنګ تر ۱۹۷۴ کاله پورې دا توانايي درلوده چې پخپله ډوډۍ وخوري، د خوب ځای ته لاړ شي…

له هغې وروسته دی اړ و چې ځان ته پرستار يا ساتونکی ونيسي او په خپلو شخصي اموراتو کې له هغوی څخه مرسته وغواړي.

هاوکنګ د ۱۹۸۵ کال په اوږدو کې د پنوموني ( يو ډول ناروغي ده ) اخته شو، وروسته له دې چې په روغتون کې بستري شو، نو ډاکترانو ورته د ۲۴ ساعته خدمو يا خدمتکارانو وړانديز وکړ او هماغه و چې سټېفن، خبرو کولو کې هم ستونزه پيدا کړه، داسې چې په خبرو کې به يې يو کس ته اړتيا وه چې د ده خبرې په واضح ډول نورو مخاطبينو ته ورسوي.

نوموړی اړ و چې په پوهنتون او نورو ځايونو کې د خپل وينا پر مهال يو کس ځان سره ودروي، ترڅو د دې خبرې مخاطبينو ته تکرار کړي او داسې وخت هم راورسېد چې نوموړي په بشپړ ‌ډول د خبرو کولو وړتيا وبايلله او د خلکو سره يې په اشارو افهام او تفهيم کوه.
خو هغه څه چې ده ته يې قوت ورکوه او دا يې د ناهيلۍ څخه ژغوره، جين وايلد د ده باهمته ښځه وه. نوموړې د سټېفن لپاره د ژغورنې پرښته وګرځېده، په هر ډول حالت کې يې دی يوازې پرېنښود او رښتينې مينه يې ورسره وکړه او تل به يې په خپلو پندلرونکو خبرو سټېفن ته سکون ورکوه.

سټیفن د خپل کمزورې روغیتا سربیره فعال انسان و، غونډو کې یې ګډون کاوه او محصلانو سره یې معلومات شریکول

جېن د پوهنتون زده کړياله وه، چې د سټېفن سره بلده شوه او په لږه موده کې يې د نوموړي سره مينه دومره وغزېده چې د هرې اونۍ په ترڅ کې به يې ليدلو ته راتله، بلاخره دواړه مئینان خپل وصال ته ورسېدل او په کال ۱۹۶۵ کې يې واده وکړ.

سټېفن د دوو کلونو په اوږدو کې په شوق او مينې سره کار وکړ او د خپلو څېړنو لړۍ يې لاپسې وځغلوله، خو کرغېړنه ناروغۍ يې په عضلاتو کې مخ پر ودې وه، په لومړيو کې د يوې امسا او وروسته د دوو امساو په مرسته ګرځېده.

د نوموړي د ناروغۍ په هکله د ډاکترانو وړاندوينه غلطه نه وه او د ژوند په وروستيو کلونو کې دې ناروغۍ د سټېفن ټول وجود ته سرايت کړی و.

هاوکنګ تقريبا نيمه پېړۍ په داسې حالت ژوند وکړ چې په اوسني عصر کې يې د استثناءاتو څخه ګڼلی شو.

په وروستيو کلونو کې يوازې د هغه د کيڼ لاس دوه ګوتو کار کوه او نور ټول وجود يې بې حرکته و.

په همدې دوو ګوتو سره هغه کولی شول چې په پرمختللي کمپيوټر کار وکړي او خپلې څېړنې ته دوام ورکړي او د بېرونۍ نړۍ سره خپله اړيکه وساتي.

په ۱۹۸۵ کال کې يې تقريبا ټولې نړۍ ته خپل لومړی سفر بشپړ کړ او
د هسته يي څېړنو نړيوال مرکز ( ژنو ) کې چې اروپا کې موقيعت لري، د يو څه مودې لپاره پاتې شو او هلته پوهانو د نوموړي سره ګټورې مشورې درلودې.
يوه شپه تر ناوختو پورې سټېفن په يوې څېړنې بوخت و چې په ناڅاپي ډول يې رنګ سور واوښت او په لنډ لنډه نفس اخېستلو يې پيل وکړ، په چټکۍ سره يې هغه روغتون ته ولېږدوه او د اظطراري معايناتو لاندې ونيول شو. معمولا د اې اېل اېس پر ناروغۍ اخته کسان د ذات الريې پر وړاندې حساسيت لري، چې ډېری وخت د مرګ لامل کېږي. کومه ستونزه چې سټېفن ته متوجه شوې هغه هم همدغه د ذات الريې ستونزه وه، وروسته له عمليات څخه د سټېفن حالت نسبتا ښه شو او بيا ځلې د مرګ څخه وژغورل شو.

وروسته له دې چې سټېفن د خبرو کولو له نعمت څخه محروم شو، يوه امريکايي استاد ورته خبرې کوونکی کمپيوټر جوړ او ډالۍ کړ، چې په دې سره سټېفن د پخوا په پرتله د خپلو مخاطبانو سره ښه افهام ترسره کولی شو.

سټیفن د انسانانو له خوا د جوړیدونکې ټیکنالوژۍ په ځانګړې توګه د مصنوعي ذکاوټ د ټیکنالوژۍ په اړه اندېښمن و چې دده په باور بشریت به له نابودۍ سره مخ کړي. نوموړې همدارنګه د انسانانو له خوا د اټومي ټیکنالوژۍ د کاریدو د تباهۍ خبرداري هم ورکړی و

کله به چې سټېفن غوښتل چې څه ووايي، نو هماغه به يې د خپلو دوو ګوتو
( چې تر هغه وخته يې کار کوه ) په مرسته ليکل او ويوونکي کمپيوټر به مصنوعي غږ سره د هغه جمله ويله.

دا ډول ماشينې خبرې رښتيا هم دوامداره او ستونزمنې دي خو سټېفن به هېڅکله ورته نه بې صبره کېده او په مينې سره به يې دا کړنه ترسره کوله.

سټېفن به ويل چې زه د Speech synthesizer برنامې څخه ډېر راضي يم، ځکه هغه څه چې زه غواړم ويې وايم، همدا پروګرام راسره مرسته کوي ترڅو په ښه ډول يې خپل مخاطبينو ته ورسوم.

هاوکېنګ په خپل ويناو کې داسې ويلي و: تقريبا ټول ژوند مې دې ناځوانې ناورغۍ کې تېر کړ، خو دا ناورغي هېڅکله هم په دې ونه توانېده چې زما د ژوند، څېړنو او هڅو مخه ونيسي او خوښ يم چې يو بريالي ژوند او پياوړې کورنۍ لرم.

د خپلې مېرمنې، اولادنو، ملګرو او ټولو هغو کسانو څخه مننه کوم چې ما سره يې زيار ګاللی او په تکليف شوي دي راسره او زه نېکمرغه يم چې دې ناروغۍ مې په کندۍ سره پرمختګ وکړ او ماته يې دا موکه راکړه چې ژوند وکړم او هغه خلکو ته دا ثابته کړم، چې انسان هرڅه وغواړي کولی يې، خو يوازې قوي هوډ ته اړتيا ده.

هاوکنګ په خپلې ګرځنده څوکۍ کې د IBM شرکت د کمپوټر څخه ګټه پورته کوله. ويلڅرخ يا ګرځنده څوکۍ يې د نړۍ د پرمختللو وسيلو څخه ګڼل کېږي چې په الکترونيکي قوې سره حرکت کاوه.

نوموړی خپله ډېره اتکا په خپلې ګرځنده څوکۍ کوله او ترې خوښ و ځکه خپل احساسات يې د همدې ګرځنده څوکۍ په مرسته څرګندول.

د دې سړي يوه عجيبه ځانګړنه دا وه، چې په ظاهري بڼه بېځانه، فلج او کمزوری سړی و خو تل به يې خوش طبيعتي کوله، داسې به يې نه کول چې ګواکې دی غمګين او خپه دی او تل به يې شوخي کوله، احساس يې عاطفي و او خلکو ته يې مينه ورکوله.

پارک ته به تله، رستورانت ته به د ډوډۍ خوارک لپاره ورتله. د زده کړيالانو په غونډو کې به يې ګډون کوه او د هغوی پوښتنو ته به يې په مينه او شوخۍ سره ځواب ورکوه.

نوموړي په خپل ژوند کې دوه ځلې د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه ليدنه وکړه او حتی د چين لوی دېوال څخه يې هم ليدنه ترسره کړې ده، که څه هم ټول وجود يې فلج و، خو احساس يې ژوندی و.

سټېفن په سلهاو علمي کنفرانسونو او سيمينارونو کې ګډون کړی او هلته يې د خپل مرستندويه کمپيوټر په وسيله ويناوې کړې دي.

سټېفن د ژوند په لومړيو کې اړ و چې د خپلې کورنۍ، کارکوونکو او پرستارانو د خرڅ لپاره کار وکړي، همغه و چې د خپلو څېړنو څخه يې د کتابونو د برابرولو هوډ وکړ. په کال ۱۹۸۸ کې يې خپل لومړنی کتاب ( د وخت لنډ تاريخ ) خپور کړ.

په دې کتاب کې چې د نړۍ نورو ژبو ته هم ژباړل شوی دی، د فزيک او فضا پېژندنې پېچلي مسائل په ساده ژبه ليکل شوي دي. د دې کتاب ۸ ميلونه نسخې وپلورل شوې او ۱۸۳ ځلې د نړۍ د ۱۰ غوره کتابونو په لېست کې راغی او د سټېفن مالي ستونزې يې د تل لپاره له منځه يوړې.

همدا رنګه سټېفن د فضا او نورو فزيکي مسايلو په اړه جالبې ګټورې څېړنې وکړې، کتابونه يې وليکل.
د ده نظريې دومره جالبې وې چې ډېری پوهان يې له پوهېدو عاجز دي.
نوموړې په دې وروستیو کې اندېښنه درلوده چې مصنوعي ذکاوت یا کمپویټري روباټونه ښايي د انسانانو ځای ونیسي، او انساني نسل له ورکاوي سره مخ کړي.

دی د وجود له اړخ نه بې حرکته و، خو مغز يې ډېر فعال و.

دا باهمته انسان، پروفيسور سټېفن هاوکنګ نن سهار د ۲۰۱۸ کال د مارچ د مياشتې په څوارلسمه نېټه د ۷۶ کلونو په عمر په خپل پلرني ټاټوبي انګلستان کې له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه ومړ، خو نړۍ ته يې ډېر څه پرېښودل.
– هغوی ته يې درس پرېښود چې د ژوند د ستونزو پر وړاندې ناهيلي دي.
– هغوی ته يې درس پرېښود چې انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.
– هغوی ته يې درس پرېښود چې نړۍ ته په منفي ليد ګوري.
– هغوی ته يې درس پرېښود چې د ستونزو پر وړاندې تل بانې لټوي.
سټېفن به ويل: ډاکترانو راته وويل چې ته به يوازې دوه يا درې کاله نور ژوندی يې، خو زه ډېر ژوندی پاتې شوم، ځکه ماموريت مې درلود چې بايد نړيوالو ته دا څرګند کړم، چې په فضا يا کايناتو کې څې تېرېدونکي دي.

سټېفن په دې پوهېده، که دې ده ټول بدن یې کار پرېږدي، نو يوه برخه به يې هرومرو ژوندۍ وي، چې هغه مغز دی.
بالکل، د دده همغه مغز و چې دی يې دې ته اړ کړ چې د شلمې پېړۍ تر ټولو لويې لاسته راوړنې ولري.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی