سټولټنبرګ: د سرتېرو د ایستلو لپاره مو لومړنی شرط د تاوتریخوالي ختمول دي

د ناټو عمومي منشي د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ خبریالانو ته ویلي چې طالبانو تر اوسه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره کړې.

ینس سټولټنبرګ وایي، دوی په ځلونه ویلي چې د سرتېرو ایستل یې په شرایطو پورې تړلي او تر ټولو مهم شرط بیا دا دی چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او د سولې لپاره به معنی لرونکي او پایلې لرونکي مذاکرات کوي.

د هغه په خبره طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، نو دا په دې مانا ده چې د سرتېرو د ایستلو لپاره شرایط برابر شوې نه دي .

نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او په رښتینې توګه مذاکراتو ته تیار شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې او له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د ناټو د دریځ ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده چې که چېرته طالبان په رښتیا سوله غواړي نو باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وه، افغان حکومت په هېواد کې د سولې راتلو لپاره ډېرې سختې پرېکړې کړې دي خو طالبان بیا په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

د خبرپاڼې په وینا، ټولې ښکېلې خواوې باید د سولې بهیر د پرمختګ لپاره خپلې ژمنې او مکلفیتونه پوره کړي.

د دغه وزارت په خبره، طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، د ترهګرو ډلو سره یې خپلې اړیکې نه دي پرې کړې، په ښه نیت سره یې د سولې خبرو ته دوام نه دی ورکړی او خوشي شوي طالب زندانیان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

په همدې حال کې بیا په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر له رویټرز سره په خبرو کې ویلي دي، تر دې وړاندې به طالبانو د ژمي په موسم کې جګړې کمولې، خو دا ځل یې برعکس د ژمي په موسم کې هم جګړو او تاوتریخوالي ته ادامه ورکړې ده.

د نوموړي په خبره طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی او دا د سولې په برخه کې تر ټولو ستر خنډ دی.

سکاټ مېلر دا اندېښنه هم څرګنده کړې چې ښايي د پسرلي او اوړي په موسم کې طالبان جګړې لا شدیدې کړي خو له دغه ډلې غواړي چې د جګړې پر ځای د دوحې له هوکړې سره سم د تاوتریخوالي پر کمولو او بین الافغاني مذاکراتو تمرکز وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ