فبروري 26, 2021

سټولټنبرګ: تر هغه چې شرایط برابر نه شي، سرتېري نه وباسو

د ناټو عمومي منشي د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې خبریالانو ته ویلي، دوی اجازه نه ورکوي چې افغانستان شل کاله مخکې وضعیت ته ستون شي.

د سټولټنبرګ په وینا د ناټو ملګري ټول په یوه خوله دي چې په افغانستان کې به د شرایطو تر سمېدو پورې خپل نظامي حضور ته ادامه ورکوي.

هغه ټینګار کړی چې د سولې له هوکړې ملاتړ کوي خو ددې هوکړې تر ټولو مهمه غوښتنه د جګړو پای ته رسول او تاوتریخوالی کمول دي چې طالبان یې باید عملي کړي.

ینس سټولټنبرګ ټینګار کړی چې افغانستان به بیا د ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي او ناټو سرتېري به هم تر هغه له دې هېواد نه وځي چې د ترهګرۍ خطرونه ختم شوي نه وي.

په ورته وخت کې واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې په افغانستان کې د امریکا ماموریت او د سولې بهیر ته کتنه کړې ده.

ورځپاڼه وایي امریکا په افغانستان کې له تېروتنو ډک ماموریت ترسره کړی دی خو تر ټولو ستره تېروتنه به یې له افغانستان د سرتېرو ایستل وي.

ورځپاڼه زیاتوي، تر هغه د سولې خبرې نه بریالۍ کېږي څو چې نظامي فشار موجود نه وي او دواړه خواوې سولې ته نه وي هڅول شوې.

سرچینه وړاندې لیکي، د سولې پر هوکړه د امریکا یو اړخیز عمل هغه څه دي چې افغانستان د جګړو پر ډګر بدلولی شي.

په مقاله کې زیاته شوې، شواهد ښيي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او خپلو جګړو ته یې ادامه ورکړې ده، له القاعده شبکې سره یې اړیکې نه دي پرېکړې نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې په دقیقه توګه د سرتېرو وتل او د سولې هوکړه و ارزوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*