سټولټنبرګ: افغانستان کې د مهمو تاسیساتو په ساتنه کې مرسته کوو

ناټو وایي په افغانستان کې د مهمو تاسیساتو په ساتنه او امنیت کې همکاري کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او په دغه هېواد کې د سولې د تامین لپاره همکاري کوي.

نوموړي په تازه څرګندونو کې همدا راز ویلي چې د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته به ادامه ورکوي او دغه راز به د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره بودیجه هم ځانګړې کوي.

هغه همدا راز زیاته کړې، چې دوی د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په څېر په افغانستان کې د مهمو تاسیساتو د امنیت په تامین کې هم همکاري کوي.

سټولټنبرګ تمه ښودلې چې افغان جګړه ژر تر ژره ختمه او دلته د مذاکراتو له لارې دایمي ثبات رامنځ ته شي.

ناټو تر دې وړاندې هم له افغان ځواکونو د ملاتړ او له دوی سره د مالي مرستو ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ تازه رسنیو ته ویلي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو بهیر پر مخ روان دی او دوی بریالي شوي چې دغه بهیر تر پنځوس سلنې بشپړ کړي.

سرچینې زیاته کړې، چې دمګړی سلګونه عسکر او نظامي تجهیزات له افغانستان ایستل شوي دي او ددوی د اټکل له مخې دغه بهیر تر پنځوس سلنې بشپړ شوی، په دې توګه نو دوی تر ټاکلې نېټې خپل ټول سرتېري له افغانستان ایستلی شي.

د امریکایي پوځ مرکزي قومندانۍ یو ځل بیا ویلي چې دوی له افغانستان سره مرستو ته ادامه ورکوي، د جګړو د ختمېدو ملاتړي دي او پر طالبانو او افغان حکومت یې غږ کړی چې د سولې مذاکرات بیا ځلې پيل کړي.

وروستي مطالب