
د سویلي افریقا او آسټرالیا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د سویلي افریقا په کوربتوب د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ په دوهمه لوبه کي پرون یکشنبه کوربه سویلي افریقا د ښې توپ اچوني په مټ اسټرالیا ته په ۱۲ منډو ماته ورکړه.
په پرونۍ لوبه کي لومړی کوربه سویلي افریقا توپوهنه وکړه. سویلي افریقا په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره آسټرالیا ته د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه.
د سویلي افریقا لپاره ډيکوک ۷۰، ریس وان ډي ډرسن ۳۷، ډوپلیسیس ۱۵ او رضا هینډریکس بیا ۱۴ منډي جوړي کړې.
د آسټرالیا لپاره کېن ریچرډسن دوې، خو پاټ کومینز او آدم زیمپا بیا یوه ـ یوه ویکیټ واخیسته.
کله چي د آسټرالیا توپوهونکي د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سول، نو د سویلي افریقا توپوهونکو د خپلي په زړه پوري توپ اچوني په مټ دې ته پرېنښودل، چي ټاکلی هدف پوره کړي.
آسټرالیا په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۶ منډي جوړي کړې او په ۱۲ منډو ئې د سویلي افریقا څخه ماته وخوړه.
ډیویډډیویډ وارنر ۶۷ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې، چي د لوبي له پیله میدان ته کښته سوی وو، خو بیا ئې هم خپله لوبډله بریا ته ونه رسوله.
د ډیویډ وارنر ترڅنګ په پرونۍ لوبه کي د آسټرالیا لپاره سټیون سمیت ۲۹ منډي جوړي کړې.
خو په پرونۍ لوبه کي د سویلي افریقا لوبغاړو خورا ښه توپ اچونه وکړه، چي خپله لوبډله ئې بریا ته ورسوله.
لنګي نیګدي درې، کیګسو ریباډا، آنریچ نوتي او دېوان پریټوریس د آسټرالیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
په دې سره د آسټرالیا او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ د شل آوریزه سیالیو دا لړۍ اوس ۱ ـ ۱ مساوي ده، چي لومړۍ لوبه بیا آسټرالیا د ۱۰۷ منډو په توپیر ګټلې وه.
دا دوه هیوادونه د لړۍ وروستۍ او پاینل لوبه د راتلونکي چهارشنبې په ورځ ترسره کوي.