سويلي افريقا د کوينټن ډيکوک په لوبډلمشرۍ د شل اووريزو لوبو نوملړ اعلان کړ.

خبريال: مدثر دعوت
د سويلي افريقا کريکټ بورډ د انګلستان په وړاندي شل اووريزو لوبو لپاره ۱۶ کسيزه نوملړ اعلان کړ.
کوينټن ډيکوک د انګلستان په وړاندي يو ورځنيو لوبو کي د لوبډلمشرۍ مسوليت په غاړه لري چي لومړۍ لوبه کي يې خپله وړتيا وښودله.
ډيکوک د سويلي افريقا لپاره پخپلي لوبډلمشرۍ کي لومړۍ لوبه وګټله،سليزه يې ووهله او په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کي يې ۵۰۰۰ منډي هم پوره کړې.

همدا لامل سو چي د شل اووريزو لوبو لپاره هم ورباندي باور وسو او د خپلي لوبډلي د مشرتوب لپاره وټاکل سو.
فاف ډوپلسيس د اوس لپاره استراحت دی خو لاهم نده مالومه چي بيرته به لوبډلمشر سي که به ډيکوک پرخپل حال پاته سي.
د شل اووريزو لوبو لپاره سکواډ:
کوينټن ډيکوک،ډيل سټاين، ټيمبا باويما،رسي ونډر ډي ډسن، ډيويډ ميلر، هينريک کلاسين، پيټ وان بيجن، ډرايني پريټريوس، جن جن سموت، انډيل پلکوايو، بيوران هينډريکس، لنګي نګيدي، سيسانډا مګالا، تبريز شمسي او بجورن فورټوين.

بجورن فورټوين او جن جن سموت ځوان لوبغاړي دي چي په لومړي ځل به نړيوالي شل اووريزي لوبي ترسره کړي،او ډيل سټاين يو ځل بيا نړيوال کريکټ ته راوګرځيد.
فاف ډوپلسيس او کګيسو ربادا ته استراحت ورکړل سوی.
دا ۳ شل اووريزي لوبي د فيبروري په ۱۲مه د چهارشنبې په ورځ پيليږي او تر ۱۶مي نيټې به دوام وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.